Book Name:Shehar e Muhabbat
وضاحت: يعنې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! چې سپوږمۍ او نـمر ته کومه رڼا حاصله شوې ده نو هم د مدينے نه حاصله شوې ده۔۔۔!! کاش چې زمونږ د غريبانانو د زړونو هم ژوند نصيب شي۔
خير! دې خُراساني عاشقِ رسول د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيغام هَمَدان (ښار) ته راوړلو، حضرت اَبُو فَضل قُومَسَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته يـې د آقا سلام راورسولو، بيا يـې پوښتنه وکړه: جناب عالي! تاسو کوم يو درودِ پاک لولئ، ما ته يـې هم وښايئ! پۀ دې باندې حضرت اَبُو فَضل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ووفرمائيل: زۀ روزانه 100 کَرَته دا درودِ پاک لولم:
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدِنِ النَّبِیِّ الْاُمِّیِّ وَعَلٰی آلِ مُحَمَّدٍ جَزَی اللَّٰہُ مُحَمَّدًاعَنَّا مَاھُوَ اَھْلُہٗ ([1])
اس جوابِ سلام کے صدقے! تاقیامت ہوں بےشمار سلام
میری بگڑی بنانے والے پر بھیج اے کردگار سلام
اس پناہِ گنہگاراں پر یہ سلام اور کروڑ بار سلام([2])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([3])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره