Book Name:Shehar e Muhabbat

دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                             جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

د عمامې شريف سُنَّت او آداب

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دوه فرامين: (1): د عِمامې [يعنې پټکي] سره نـمونځ د لس زره نيكو برابر دے. ([2]) (2): عِمامه تړئ! ستاسو د برداشت کولو طاقت به زياتيږي۔ ([3])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! * عمامه په ولاړه تړئ او پاجامه په ناسته اغوندئ * چا چې د دې اُلټا عمل وكړو (يعنې عمامه يـې پۀ ناسته وتړله او پاجامه يـې پۀ ولاړه واغوستله) هغۀ به پۀ داسې مرض كښې اخته شي چې دوائي به يـې نه وي (يعنې طبيبانو ته به يـې د دوايۍ علم نه وي) * د عمامې تړلو نه مخکښې ښه ښه نيتونه وکړئ که يو هم صحيح نيت نه وو نو ثواب به نه ميلاويږي *  مناسب دا دي چې د عمامې پيچ [يعنې وَل] د سر ښې طرف ته لاړ شي * د الله پاك د آخري رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مباركې عمامې شمله به عام طور د [د مبارکې ملا] په شا وه، كله كله به ښي طرف ته، كله به د دواړو اوګو تر مينځه دوه شملے وے  * كيڼ [يعنې ګڅ] طرف ته شمله زوړندول خِلافِ سُنَّت دي * د عمامے د شملے مقدار كم نه كم څلور ګوتې او د زياتو نه


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]... مسندالفردوس، جلد:2، صفحہ:406، حدیث:3805۔

[3]... مستدرک، کتاب اللباس، جلد:5، صفحہ:272، حدیث:7488۔