Shehar e Muhabbat

Book Name:Shehar e Muhabbat

د مُحدِّثِ اعظم پاکستان د مدينے منورې سره محبّت

حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان مولانا سردار احمد صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د چا مزار مبارک چې د پاکستان د پنجاب پۀ فيصل آباد ښار کښې دے، هغوئي ډير لوئي عاشقِ رسول وو، چې عاشقِ رسول وو نو د مدينے منورې سره يـې هم ډير زيات محبّت کولو۔ د هغوئي پۀ محفل کښې به اکثر د محبوب د ښار ذِکر کيدلو۔ که څوک د مدينے زيارت کوونکے به د هغوئي پۀ خدمت کښې حاضريدلو نو مولانا سردار احمد صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د هغوئي نه د مدينے منورې د حالاتو پوښتنه کوله، د مدينے منورې د اوسيدونکو عاشقانِ رسول خيريت به يـې معلومولو او که چا به څۀ تبرک وړاندې کولو نو ډير پۀ خوشحالۍ به يـې قبلولو۔ يو ځل يو حاجي صاحب د مدينے منورې کجورې وړاندې کړې، هٰغه وخت د دورۀ حديثِ (يعنې د عالِم کورس د آخري درجے سبق) جاري وو، د مدينے منورې کجورې يـې حاضرو طالبِ علمانو له ورکړلې او يوه کجوره يـې پۀ خپلو غاښونو کښې اونيوله او اوئې فرمائيل: د مدينے منورې کجوره مې پۀ خُله کښې کيښودې ده، تر څو پورې چې وِيلې کيږي او دننه ځي نو ايمان به تازه کيږي۔ ([1])

کھجورِ مدینہ سے کیوں ہو نہ اُلفت

کہ ہے اس کو آقا کے کُوچے سے نسبت

پۀ مدينه منوَّره کښې يـې خپل ويښته او نوکان دفن کړل

د حُضُور مُحَدِّثِ اعظم پاکستان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د محبّت يو انداز دا هم دے چې کله د هغوئي د مدينے منورې د حاضرۍ سعادت نصيب شو نو د هلته نه د واپس کيدو پۀ


 

 



[1]... حیاتِ محدِث اعظمِ پاکستان ، صفحہ:155۔