Book Name:Shehar e Muhabbat

به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                          صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

آيا مدينه منوَّره د عرش نه هم افضل ده۔۔۔؟

حضور عزالئ زمان (يعنې د خپل وخت لکه امامِ غزالي) حضرت علّامه کاظمي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ۔۔۔ د چا مبارک مزار چې پۀ ملتان کښې دے۔۔۔ هغوئي ډير لوئي عاشقِ رسول، ډير لوئي عالِمِ دِين وو۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ډير ذهين او دانا وو، اِستِدلَال به يـې ډير پۀ کمال سره کولو (يعنې که پۀ يوه مسئله باندې به څۀ دليل ورکول وو نو داسې زبردست او نا اشنا دليل به يـې ورکولو چې اوريدونکے به حيران پاتې کيدلو)۔ يو ځل هغوئي پۀ مدينه طيبه کښې، پۀ مسجدِ نبوي شريف کښې حاضر وو۔

چې مسجدِ نبوي وي، روضۀ رَسُول مخامخ وي، هٰغه وخت خو د عاشقانو حالات هم څۀ بدل شان وي۔۔۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي:

اے شوقِ دِل! یہ سجدہ گَر اُن کو رَوَا نہیں                                                 اچھا! وہ سجدہ کیجے کہ سَر کو خبر نہ ہو([1])

وضاحت: يعنې چې کله روضې ته مخامخ شوم، زړۀ خوشحاله وو، د شوق نه ډک وو، ارمان خو دا دے چې دلته د تعظيم د پاره سجده وکړے شي خو د سرکار                          صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ شريعت کښې د الله پاک نه علاوه بَل چا ته د تعظيم سجده حرامه ده، اوس به څۀ کوې؟ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مينځنۍ لاره راويستله۔۔۔ فرمائي: اے د زړۀ شوقه! دا سجده يعنې تندے پۀ زمکه کيښودل او سجده کول، دا که


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:131۔