Book Name:Shehar e Muhabbat

باندې عمل وکړے شو او تر ډيرو ورځو پورې کونترو ته دانې نه اچولے کيدې خو د کونترو د ګنبدِ خضراء سره د محبّت دا حالت وو چې د لوږې نه مړې کيدلې خو د محبوب آستانې پريښودو ته تيارې نه وې، د مدينے والؤ دا د عشق نه ډک منظر پۀ خپلو سترګو وليدو او انتظاميې والؤ ته يـې بيا بيا خواست وکړو نو بيا هلته کونترو ته د دانو اچولو سلسله شروع شوه۔ ([1])

عالَمِ وَجْد میں رَقصاں میرا پَر پَر ہوتا                                کاش! میں گنبدِ خضراء کا کبوتر ہوتا

الله پاک دې زمونږه هم د مدينے منورې سره ښه ډير محبّت نصيب کړي۔

 اٰمِیْنْ بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْنِ صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                          صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د مدينے غم او د مدينے درد به څنګ نصيب کيږي؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * د مدينے ياد * د مدينے فرياد * د مدينے غم * د مدينے عشق به څنګ حاصليږي؟ راځئ چې د عاشقِ مدينه، يعنې د شيخِ طريقت، مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه يو څو نصيحتونه واورو: هغوئي فرمائي: د غمِ مدينه موندلو د پاره دې * د سرکارِ عالي وقار، د مدينے د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي سره د نسبت لرونکي هر څيز سره دې رښتونے پوخ محبّت وکړے شي * د هغوئي په مبارکو سُنَّتو باندې دې عمل وکړے شي * د بزرګانِ دِين (يعنې د الله پاک د نيکانو بندګانو) د حَرَمينِ طيبين د اَدَب او اِحترام او تعظيم او توقير واقعات دې ولوستلے شي۔

* دې د پاره د مکـتبة الـمدينه کتاب د عاشقانِ رَسُول 130 حکايتونه لوستل فائده مند دي۔ الله پاک که نصيب کړي نو د دې کتاب د لوستلو سره د مکے مکرمې، د مدينے


 

 



[1]... عاشقانِ رسول کی 130 حِکایات، صفحہ:184۔