Book Name:Shehar e Muhabbat

به مو نصيب شي۔ راځئ چې د هغوئي د مدينے منورې د عشق د ذِکر سعادت حاصل کړو:

د عاشقِ رسول د مدينے منورې سفر (حکايت)

د 1295 هجرۍ خبره ده، د شوَّال مياشت وه، د اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه والدِ محترم حضرت مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير زيات بيمار شو، د وجود ظاهري طاقت يـې ډير کمزورے شو، هم پۀ دې حالت کښې يوه ورځ مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ارام فرمائيلو چې ظاهري سترګې يـې پټې شوې خو بخت يـې رابيدار شو، د زړۀ سترګې يـې غړيدلې وې، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کرم ووفرمائيلو، خپل رښتوني عاشق ته يـې پۀ خوب کښې تشريف راوړلو۔

سَرِ بالیں، انہیں رَحْمت کی ادا لا ئی ہے   حال بگڑا ہے تو بیمار کی بَن آئی ہے

سرکارِ نامدار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل رښتوني عاشق ته حکم ووفرمائيلو چې مدينے ته راشه۔۔۔! بس بيا څۀ وو، د مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سترګې وغړيدلې، اګر چې طبيعت يـې ټيک نه وو، ظاهري جسماني طاقت يـې ډير کمزورے وو خو مَدَني آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حکم فرمائيلے وو، مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فوراً د حج او د مدينے منورې د حاضرۍ پخه اراده ووفرمائيله، د مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کور والؤ وغيره ډير عرض وکړو چې جناب۔۔۔!! طبيعت مو ټيک نه دے، ګرځيدل درته ډير ګران هم دي، که راتلونکي کال هم تشريف يوسئ نو د سرکارِ عالي وقار، مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ حکم باندې به عمل وشي خو د مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عشق کمال ته وګورئ! طبيعت يـې ټيک نه دے، پۀ جسماني طور باندې هم ډير کمزورے دے او اوس خو پۀ هوائي جاز کښي سفر کيږي، د هندوستان نه پۀ يو څو ګينټو کښې مدينے منورې ته رسيدے شې، هٰغه وخت