Book Name:Shehar e Muhabbat

يو څو ضروري اِعلانات

* د هر خالي پۀ ورځ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ مَدَني چينل لائيو هفته واره مَدَني مذاکره کوي، پۀ کومه کښې چې به شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالونو جوابونه هم ورکوي۔ ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول دې پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت وکړي او نورو له دې هم دعوت ورکړي * شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت هره هفته د يوې ديني رسالې لوستلو ترغيب ورکوي، پۀ راتلونکې هفته واره مَدَني مذاکره کښې به د رساله د دُنيا مُحبَّت اعلان کولے شي۔ دا رساله پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس ايپ وغيره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شيئر کړي! * د قربانۍ کوونکو د پاره اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه يوه ډيره ښکلې رساله پۀ نوم د اَبلق گھوڑے سوار ليکلې ده۔ پۀ دې رساله کښې هغوئي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د قربانۍ فضائل او مسائل ډيرې پۀ اسان انداز کښې بيان کړې دي۔ دا رساله د مکـتبة الـمدينه د يوې څانګې نه پۀ غټ سائز کښې پۀ 30 روپۍ او پۀ وړوکي سائز کښې پۀ 15 روپۍ پۀ بيعه اخستے شئ۔ هم نن دا کتاب واخلئ! پخپله يـې هم ولولئ! او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي