Book Name:Shehar e Muhabbat

وضاحت: اے د مدينے منورې پاکې خطے! الله پاک دې تا سلامته لري۔۔۔!! هم تۀ يـې چرته چې د غريبانانو او فقيرانو قرار نصيب کيږي۔

پۀ قرآنِ کريم کښې د مدينے منورې ذِکر

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مدينه طيبه د الله پاک محبوب ښار دے۔ رَبِّ کريم چې څنګه پۀ مخکښينو آسماني کتابونو کښې د دې ذِکرِ خير فرمائيلے دے، هم دغه شان يـې د ټولو نه پۀ آخري آسماني کتاب قرآنِ مجيد کښې هم پۀ ډيرو ځايونو کښې د مدينے منورې ذِکر فرمائيلے دے * د مدينے منورې مشهور نوم يعنې مَدِينَه هم پۀ قرآنِ کريم کښې څلور کرته راغلې ده * د دې نه علاوه پۀ 15 سيپاره، سورۀ بني اسرائيل: آيت: 80 کښې د مدينے منورې د پاره لفظ مُدخَلُ صِدقٍ استعمال کړے شوے دے، يعنې د داخليدو د پاره ښه او رښتونے ځائے * پۀ 5 سيپاره، سورۀ نِسَآء، آيت: 97 کښې مدينے منورې ته اَرضُ الله يعنې د الله پاک زمکه ووفرمائيلے شوه۔ يعنې زمکه خو هم ټوله د الله پاک ده، بلکې اووه واړه زمکې، اووه واړه اسمانونه هم رَبِّ رحمان پيدا کړي دي خو قِسمت د دې پاکې زمکې (يعنې مدينے منورې) دے چې رَبِّ کريم دې ته پۀ خاص طور باندې اَرضُ الله (يعنې د الله زمکه) خطاب عطا کړے دے * پۀ 28 سيپاره،  سورۃ الحَشر، آيت: 9 کښې د مدينے منورې دوه نومونه ذِکر شوي دي: (1): دارُ الْہِجْرَۃ، او (2): دارُ الْاِیْمان۔ ارشاد کيږي:

وَ الَّذِیْنَ  تَبَوَّؤُ الدَّارَ وَ الْاِیْمَانَ مِنْ قَبْلِہِمْ     (پاره 28، سورۃ الحشر:9)

ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:  او هٰغه خلق چې د دوئي (مهاجرينو) نه مخكښې ئې دا ښار او ايمان خپل ځائے جوړ کړلو.