Book Name:Shehar e Muhabbat

لوستله نو حيران شو چې پۀ دومره مختصره رساله کښې يو مسلمان ته د اِسلامي ژوند تيرولو څومره بهترينه فارمولا ورکړے شوې ده! د نيک اعمال رسالې ميلاويدو پۀ برکت اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د هغۀ د نـمونځ جذبه نصيب شوه او د جَمعې سره د نـمونځ کولو د پاره جومات ته حاضر شو او اوس پينځه وخته نـمونځ ګزاره جوړ شوے دے، ګيره مبارکه يـې هم پريښودې ده او پۀ پابندۍ سره د نيک اعمال رسالې نه جائزه اخلي۔

نیک اعمال کے عامل پہ ہر دم ہر گھڑی           یاالہٰی!خوب برسا رحمتوں کی تُو جھڑی

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                          صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

مَدَني قاعِده (Madani Qaida) موبائل ايپلي کيشن

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم فيضان عام کولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مَدَني قاعِده (Madani Qaida) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې مکمله مَدَني قاعِده او د دې آډيو (Audio) شامله کړے شوې ده يعنې پۀ دې ايپلي کيشن کښې چې تاسو د مَدَني قاعِدې پۀ کوم حرف يا کوم لفظ باندې کلک (Click) کوئ، پۀ آډيو (Audio) کښې به د هغې تَلَفُّظ چليږي، داسې د دې ايپلي کيشن پۀ مرستې سره پۀ اسانۍ سره مَدَني قاعِده لوستل، د دې مشق (Practice) کول او صحيح مخارج او ضروري تجويد زده کيدے شي۔ دا ايپلي کيشن پۀ خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ۔ 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد