Shehar e Muhabbat

Book Name:Shehar e Muhabbat

وخت هغوئي خپل څۀ ويښته او نوکان پۀ مدينه منوَّرہ کښې دفن کړل او پۀ بارګاهِ رسالت کښې يـې عرض وکړو: يَار رسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! پۀ مدينه منوَّرہ کښې مړه کيدل خو زما پۀ اختيار کښې نه دي البته د خپل وجود څۀ حصې دفن کووم او ځم، زمونږ د غريبانانو د پاره دا هم يو غنيمت دے۔ ([1])

جان و دل چھوڑ کر یہ کہہ کے چلا ہوں اعظمؔ

آ رہا ہوں مِرا سامان مدینے میں رہے

مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د مدينے منورې محبّت

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ کال 1390ھ کښې د حج او د مدينے منورې د زيارت سعادت حاصل کړو، پۀ دې باره کښې د مدينے منورې د سفر يوه ايمان تازه کوونکې واقعه بيانوي او فرمائي: زۀ پۀ مدينۀ منوَّرہ زَادَھَا اللہُ شَرَفاً وَّ تَعْظِیْماً کښې وخوئيدم او د ښي لاس د مړوند هډوکے مې مات شو، چې درد زيات شو نو ما هغه ښکل کړو او اومې وئيل: اے د مدينے درده ستا ځائے زما پۀ زړۀ کښې دے نو تۀ خو ما ته د يار د دروازے نه ميلاؤ شوے يـې۔

تِرا درد میرا دَرماں تِرا غم مِری خوشی ہے

مجھے درد دینے والے تری بندہ پروری ہے

درد خو هٰغه وخت غائب شو خو لاس مې کار نه کولو، 17 ورځې پس مې پۀ مُستَشفٰی مَلِک يعنې پۀ شاهي هسپتال کښې ايکسرے وکړه نو هډوکے دوه ځائے مات وو پۀ کومو کښې چې لږه فاصله ده خو مونږ علاج ونکړو، بيا پۀ ورو ورو لاس کار هم شروع کړو، د مدينے منوَّرې د هٰغه هسپتال ډاکټر محمد اسماعيل ووئيل چې دا خاص


 

 



[1]... حیاتِ محدِث اعظمِ پاکستان ، صفحہ:155۔