Shehar e Muhabbat

Book Name:Shehar e Muhabbat

درودونو نذرانے وړاندې کوي۔

حضرت کَعبُ الاَحبَار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: تر ماښامه پورې دا فرښتے دلته حاضرې وي، چې کله ماښام شي نو دا فرښتے لاړې شي او د دوئي پۀ ځائے نورې 70 زره [فرښتې] حاضرې شي، بيا د ماښام نه تر سحره پورې دا 70 زره فرښتے روضه مبارکه پۀ خپلو وَزَرو باندې پټوي او د درودونو نذرانے وړاندې کوي۔ دا سلسله به تر قيامته پورې هم داسې روانه وي۔ ([1])

 سَتَّر ہزار صبح  ہیں، سَتَّر ہزار شام                                         یُوں بندگئ زُلْف و رُخ آٹھوں پہر کی ہے 

جو ایک بار آئے دوبارہ نہ آئیں گے             رُخصت ہی بارگاہ سے بس اس قدر کی ہے([2])

وضاحت: هره ورځ 70 زره فرښتے سحر او 70 زره فرښتے ماښام يعنې يو لاکھ څلويښت زره فرښتے هره ورځ پۀ بارګاهِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې حاضري کوي، د درودِ پاک نذرانے وړاندې کوي او د جانِ کائنات، فخرِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زُلفو مبارکو او د وَالضُّحیٰ مخ تعريف او ثنا کوي، بيا دا هم ده چې کومه فرښته يو ځل حاضره شي، بيا تر قيامته پورې به د هغۀ حاضري نه نصيب کيږي ځکه چې د الله پاک د بارګاه نه بس هم دومره اجازت دے، که داسې نه وے نو پۀ کروړونو فرښتے به د حاضرۍ نه محرومه پاتې کيدلې۔

د جبريل عَلَیْهِ السَّلَام محبوب ښار

امامِ عشق او محبّت، اعلیٰ حضرت، شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ځانګړي


 

 



[1]... سنن دارمی، مقدمہ، باب ما اکرم اللہ...الخ، صفحہ:59، حدیث:95۔

[2]... حدائق بخشش، صفحہ:220۔