Book Name:Shehar e Muhabbat

منورې او د حج وغيره محبّت پۀ زړۀ کښې پيدا کيدے شي * دغه شان دې د اعلیٰ حضرت، امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د نعتونو ديوان حدائقِ بخشش ولوستے شي، پۀ اُردو ښه پوهيدونکے که پۀ خدائقِ بخشش ځان پوهه کړي او پۀ يادو يـې ياد کړي نو ډير لوئي عاشق رسول به جوړ شي * رښتونې خبره دا ده چې د عشقِ رَسُول د حاصلولو د پاره ماحول او صحبت ډير د کار څيز دے۔ د صحبت پۀ ذريعه جَذبه زياتيږي۔ لکه چې څوک د حج يا د مدينے منورې د حاضرۍ د پاره لاړو او پۀ دې سفر کښې يـې د چا عاشقِ مدينه صحبت نصيب نه شو نو د هغۀ به ذوق نه نصيب کيږي ځکه د حرمينِ طيبين سفر د ذوق او عِلم والؤ (د چا عاشقِ رسول مفتي صاحب) سره کول پکار دي * پۀ خپل ملک کښې هم د عاشقانِ رسول پۀ صحبت کښې ډير وخت تيرول پکار دي * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د سُنَّتو ډک اِجتماعات او پۀ مَدَني مذاکرو کښې د شرکت کولو سره د مدينے منورې د محبّت خوند نصيب کيږي۔ کاش چې زمونږ د ټولو * د مدينے عشق * د مدينے غم * د مدينے درد نصيب شي، زړۀ د مدينے منورې پۀ يادونو کښې ورک وي، پۀ شونډو باندې هر وخت هم بس مدينه، مدينه، مدينه جاري وي۔    

اٰمِیْنْ بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْنِ صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: نيک اَعمَال

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ زړۀ کښې د مدينے منورې د عشق زياتولو، د مدينے منورې ياد، د مدينے منورې د ذِکر کولو، د ګناهونو او فضولياتو نه د بچ کيدو، د ښه، بامقصده، د سُنّتو ډک او د نيکو والا ژوند تيرولو د پاره د عاشقان رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ او پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه ډيره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه به درنصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار روزانه د نيک اعمال رسالې جائزه اخستل هم