Book Name:Shehar e Muhabbat

بيا بيا حاضري کوي نو مونږ د خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامان، د خپل کريم داتا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سوالګيري به هلته د حاضرۍ د پاره ولې نه نا قلاره کيږو؟ مونږ به د مدينے منورې سره ولې محبّت نه کوو۔۔۔!! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مدينه منوَّرہ د الله پاک هم محبوب ښار دے، د فرښتو هم محبوب ښار دے، زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم محبوب ښار دے، د صحابۀ کرامو عَـلَـيْهِمُ السَّلَام هم محبوب ښار دے، د اوليائے کرامو رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ هم محبوب ښار دے، د علمائے کرامو هم محبوب ښار دے بلکې د هر عاشقِ رسول زړۀ د مدينے منورې د پاره نا قلاره وي، مدينه منوَّره د محبّت ښار دے، هر رښتونے عاشقِ رسول، هر رښتونے مسلمان د دې ښار سره محبّت کوي۔

وہ شہرِ محبّت جہاں مصطفےٰ ہیں،                                                              وہیں گھر بنانے کو جی چاہتا ہے

وہ سونے سے کنکر، وہ چاندی سی مٹی،                   نظر میں بسانے کو جی چاہتا ہے

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                          صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د عُلَمائے اهلِسُنَّت د مدينے منورې سره محبّت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مدينه منوَّره محبوب ښار دے، د 1400 کالو نه زياته موده تيره شوه، د هٰغه وخت نه تر اوسه پورې د الله پاک فضل دے، د هر عاشقِ رسول زړۀ د مدينے منورې د پاره نا قلاره وي۔ د الله پاک نيکانو بندګانو، عاشقِ رسول عُلَمائے کرامو به پۀ کوم کوم ځانګړي انداز کښې د مدينے منورې اَدَب کولو، پۀ کوم کوم انداز به يـې د مدينے منورې سره د محبّت اظهار کولو! راځئ چې د يو څو واقعاتو اوريدو سعادت حاصل کړو: