Book Name:Shehar e Muhabbat
کرم شوے دے چې دې لاس پۀ طِبي لحاظ سره حرکت هم نشو کولے، هٰغه ايکسرے زما سره ده، هډوکے تر اوسه پورې مات دے، پۀ دې مات لاس باندې تفسير ليکم، ما د دې خپل مات لاس علاج صرف دا وکړو چې پۀ آستانۀ عاليه کښې ودريدم او عرض مې وکړو چې حضور! زما لاس مات شوے دے، اے د عبدُ الله بِن عَتِيک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پنډۍ وروستونکيه! اے د مُعَاذ بِن عَفرَاء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مات مَټ وروستونکيه (خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم !) زما مات لاس ورولئ! ([1])
چاند کو توڑ کے پھر جوڑنے والے آجا ہم بھی ٹوٹی ہوئی تقدیر لئے پھرتے ہیں
د مدينے منورې پۀ سختۍ باندې د صبر کولو ثواب
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د مفتي صاحب پۀ دې واقعه کښې زمونږ د پاره هم سبق دے، چې مدينے منورې ته حاضري وي نو ظاهره ده * هوا بدله شي * موسم بدل شي * بيا بعضې وخت پۀ سفر وغيره باندې هم انسان ستړے شي * هلته د رسيدو سره پۀ رُوحاني لحاظ سره نۀ البته پۀ جسماني طور باندې د څۀ تکليفونو سره بعضې وخت انسان مخ کيږي * کله تَبه شي * کله د سر درد * کله ستړے والے * کله څۀ ازغے پۀ ښپو کښې لاړ شي وغيره تکليف کيدے شي، که چرې داسې وشي نو صبر کول پکار دي، دا د محبّت د ښار تکليف دے او د محبوب د طرف نه ميلاويدونکے زخم هم ګل وي۔ د مدينے منورې د شهنشاه، د حبيبِ کردګار، د زړونو د قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: زما کوم اُمَّتي چې د مدينے پۀ تکليف او سختۍ باندې صبر وکړي، زۀ به د