Book Name:Shehar e Muhabbat

علَّامه بيضاوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې آيت يوه معني بيانوي او فرمائي: تَبَوَّؤُوْا دَارَ الْهِجْرَةِ وَدَارَ الْاِيْمَانِ يعنې هٰغه خلق کومو چې دارُ الهجرت او دارُ الاِيمان خپل کور جوړ کړو او د دې نه مُراد انصار صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم دي چې د هغوئي صِدق او رښتنولي ظاهره شوه، هغوئي د مخکښې نه پۀ مدينه منوَّرہ کښې اوسيدل لازم کړل، ايمان يـې راوړلو او پۀ مدينه منوَّرہ کښې پۀ اوسيدو او ايمان باندې ثابت قدم پاتې شول۔ علَّامه بيضاوي   رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: پۀ دې آيت کښې الله پاک مدينے منورې ته ايمان (يا دارُ الاِيمان) ووفرمائيلو، د دې وجه دا ده چې ايمان هم د مدينے منورې نه خور شوے دے او بيا به هم دې طرف ته واپس راګرځي۔ ([1]) د مُعجَمِ اَوسط حديثِ پاک دے، زما خوږ نبي، آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَلْمَدِیْنَۃُ دَارُ الْاِیْمَان مدينه د ايمان کور دے۔ ([2])

ایمان ملا ان کے صدقے، قرآن ملا ان کے صدقے

رحمٰن ملا ان کے صدقے، وہ کیا ہے جو ہم نے پایا نہیں

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې د رَبِّ کريم د محبوب ښار يعنې د مدينے منورې سره څومره محبّت دے۔۔۔!! * اَوَّل خو الله پاک د خپل محبوب د قيام د پاره د مدينے منورې انتخاب ووفرمائيلو او د محبوب د قيام د پاره هميشه د ټولو نه د اعلیٰ ښار انتخاب کولے شي * بيا د مدينے منورې دا عظمت دے چې الله پاک پۀ مخکښينو آسماني کتابونو کښې هم د دې ذِکرِ خير فرمائيلے دے * او پۀ آخري کتاب قرآنِ کريم کښې يـې هم داسې بے مثاله ذِکر ووفرمائيلو، چرته يـې دې ښار ته اَرضُ الله ووئيلو، چرته يـې دې ته دارُ الهِجرَت ووفرمائيلو، چرته يـې ورته دارُ الاِيمان ووفرمائيلو او ووئيلے شول چې لکه


 

 



[1]... حاشیہ شیخ زادہ تفسیر بیضاوی، پارہ:28، الحشر، تحت الآیۃ:9، جلد:8، صفحہ:167۔

[2]... معجم اوسط، جلد:4، صفحہ:174، حدیث:5618۔