Book Name:Shehar e Muhabbat

انداز کښې د مدينے منورې شان بيان کړے دے، هغوئي ليکي:

چمنِ طیبہ ہے وہ باغ کہ مُرغِ سِدْرہ                     برسوں چہکے ہیں جہاں بلبل شیدا ہو کر([1])

يعنې مدينه منوَّرہ هٰغه چمن، هٰغه باغ دے چرته چې به حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام ټول کال داسې حاضريدلو لکه څنګه چې بلبل پۀ عشق کښې د ګل خوا له ځي او چغيږي۔

منقول دي چې حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام پۀ 23 کالو کښې 24 زره کرته پۀ بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کښې حاضر شوے دے، ([2]) پۀ دې کښې 10 کاله د مدينے منورې د حاضرۍ دي۔ يعنې که اوسط راويستے شي نو که روزانه کم او زيات درې کرته حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام حاضر شي، نو بيا هم پۀ 23 کالو کښې 24 زره حاضريانې جوړيږي خو بعضې وخت به حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام د دريو نه کم ځل حاضريدلو، کله به پکښي رانغلو او کله به د دريو ځلو نه زيات حاضر شو۔

بےلقائے یار اُن کو چین آجاتا اگر                      بار بار آتے نہ یُوں جبریل سِدْرَہ چھوڑ کر([3])

وضاحت: د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د ملاقات کولو نه بغير که د حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام سکون او قرار نصيب کيدلو نو هغوئي به چرې هم بيا بيا د سِدره پريښودو سره بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته نه حاضريدل۔

سُبْحٰنَ اللہ! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دا ده زمونږه مدينه منوَّرہ۔۔۔!! چرته چې فرښتے حاضري کوي، چرته چې د فرښتو سردار حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام 


 

 



[1]... حدائق بخشش، صفحہ:70۔

[2]... مواہب اللدنیہ، دقائق حقائق بعثتہ، جلد:1، صفحہ:112بتصرف۔

[3]... ذوقِ نعت، صفحہ:133۔