Book Name:Shehar e Muhabbat
به پۀ سمندري جازونو کښې پۀ سمندري لاره باندې سفر کيدلو، مدينے منورې ته پۀ رسيدو کښې به ډيرې ورځې تيريدلې، د دې ټولو حالاتو باوجود رښتوني عاشقِ رسول، مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دوستانو ملګرو پۀ عرض باندې پۀ عشقِ رسول کښې بے اختياره ووفرمائيل: چې د مدينے منورې پۀ اراده د دروازے نه قدم بهر کيږدم نو بيا که رُوح هم هٰغه وخت د تَن نه لاړ شي نو خير دے۔ ([1])
شوق روکے نہ رُکے پاؤں اُٹھائے نہ اُٹھے کیسی مشکِل میں ہیں اﷲ تَمَنَّائی دوست([2])
وضاحت: يَا الله! د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې د حاضرۍ ارمان دے، شوق داسې دے چې زړۀ نا قلاره دے، حال دا دے چې قدم نشم اخستے، ګرځيدل ګران دي، اِلٰہی! څومره سخته ده، زما مدد وکړې۔ مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل شهزاده اعلیٰ حضرت، امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د کور يو څو نور کَسان د ځان سره کړل او د حج د پاره روان شو، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د مکے مکرمې سرکار، د مدينے منورې سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خوب کښې تشريف راوړلو او خپل رښتوني عاشق، مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته يـې پۀ يو لوښي کښې دوائي عطا کړله، د هٰغې دوايۍ خوړلو پۀ برکت پۀ مرض کښې کمے راغلو او مولانا نقي علي خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حج او زيارت ټول افعال د صحت مندو پۀ شان ادا کړل، بيا مدينے منورې ته هم پۀ ادب سره، خوندوره حاضري وشوه۔ ([3])
میٹھا مدینہ دُور ہے، جانا ضرور ہے جانا ہمیں ضرور ہے، جانا ضرور ہے