Book Name:Itifaq Main Barkat Hai
زياتيږي. پۀ هر کور کښې جنګ جګړې دي، ورور د ورور ګريوان ته لاس اچولو ته تيار دے، روزانه پۀ اخبارونو کښې خبرونه راځي، چرته ترۀ وراره وژلے وي نو چرته ګستاخ ځوي پلار وژلے وي، کله چا دوست خپل دوست وژلے وي نو کله ورور خور وژلې وي.
* ډير خلق داسې وائي چې پۀ دې دُنيا کښې د شريف پاتې کيدو سره ګزاره نه کيږي، مونږ خو د شريفانو سره شريفان او د بدماشانو سره بد ماشان يو! * دا خبره صرف پۀ خُله نه کوي، بلکې عملي طور يـې هم ثابتوي، * پۀ معمولي خبره وړومبے تيزې خبرې، بيا لاس اچول، د دې نه پس چاقوان چلول بلکې تر ډزو پورې هم کيږي. * افسوس چې نن سبا بعضې مسلمانان کله د پښتون پۀ نوم * کله د پنجابي پۀ نوم *کله د مهاجر پۀ نوم * کله د سندهي او بلوچ قومونو پۀ نوم د نعرو وهلو سره د يو بَل وژلو ته تيار شي، د يو بَل اَملاک ته سيزل شروع کړي.
مسلمانانو! تاسو خو د يو بَل محافظان وئ پۀ تاسو باندې څۀ چل وشو؟ زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک خو دا دے چې: د مؤمِنانو مثال خو د يو بدن پۀ شان دے چې که يو اندام ته تکليف ورسي نو ټول بدن هٰغه تکليف محسوسوي. ([1]) يو شاعر څومره پۀ ښه انداز کښې د پوهه کولو کوشش کړے دے:
مبتلائے دَرد کوئی عضو ہو روتی ہے آنکھ کس قدر ہمدرد سارے جسم کی ہوتی ہے آنکھ
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ ته پۀ خپل مينځ کښې د جنګ جګړو کولو پۀ ځائے د يو بل سره همدردي او غم خوري کول پکار دي. مسلمان يو بَل وهوونکے، وژونکے او لوټ کوونکے نه وي. بلکې نفرتونه ختموونکے او محبتونه زياتوونکے وي.