Itifaq Main Barkat Hai

Book Name:Itifaq Main Barkat Hai

کړو. خبره وټاکلے شوه، وخت، تاريخ ځائے هر څۀ وټاکلے شو. بيا چټيانې شوې، دواړه دوستان خپلو خپلو کورونو ته لاړل، چې کله ټاکلے شوے تاريخ راغلے نو يو دوست خپله تياري وکړه او د سفر سامان وغيره يـې راواخستل او د بَل دوست کور ته لاړو. د کور ټَلۍ يـې ووهله، دوست يـې بهر راغلو، بالکل غمژن وو، پۀ مخ باندې يـې پريشاني وه، غم زپلې لهجه يـې وه، نۀ ښه ميلاؤ شو، نۀ يـې پۀ ښه انداز کښې هر کلے وکړو، بس هم داسې يـې پۀ بيټهک کښې کښينولو، نۀ يـې پرې اوبه پرې وڅښلې، نۀ يـې ورسره څۀ خبره وکړه، نه يـې د څۀ خوشحالۍ اظهار وکړو، هيڅ يـې هم اونه کړل. دا دوست کوم چې د تيارۍ سره راغلے وو، پۀ هغۀ ډير بد ولګيدل، هغۀ د دوست پۀ انداز بد ګمانه شو او اوئې وئيل: زۀ لاړ شم. هغۀ پۀ دې باندې هم څۀ ردِ عمل اونه کړو، اخر هٰغه دوست هم داسې روان شو. بيا دا غصه وو، هغۀ دوست بے وفا، بد مزاجه، بے مروته او پته نه لګي چې څۀ څۀ وګڼو، د هغۀ سره يـې رابطه ختمه کړه، تعلق يـې پريښودو او د هغۀ نه بالکل لرې شو. ډيره موده پس د هغوئي د يو بَل سره ملاقات وشو نو هغۀ ترينه مخ واړولو، سلام اخستل يـې هم ضروري اونه ګڼل. بَل دوست ورته ووئيل چې يو ځل خو زما خبره واوره! بيا چې دې څۀ زړۀ غواړي هغه وکړه. اوئې وئيل: ټيک ده! ووايه څۀ وئيل غواړې. بيا وړومبي دوست خپل غم بيان کړو او اوئې وئيل: زما اولاد نه وو، ډيره موده پس راته الله پاک د ګل پۀ شان يو ځوي راعطا کړو، پۀ کور کښې ډيره خوشحالي وه، بيا قِسمت څۀ داسې وکړل چې زما هٰغه يک يواځي ځوي کوم چې د ډيرو دعاګانو نه پس رانصيب شوے وو، هغۀ مړ شو، څۀ وخت چې تۀ زما کور ته راغلے وې، د هغې نه لږ سعت مخکښې زما ځوي وفات شوے وو، پۀ کور کښې چغې سورې وې، ټول غمژن وو، چې کله تۀ راغلې نو نۀ پوهيدم چې څۀ وکړم، بيا مې سوچ وکړو چې د دۀ چټيانې نه خرابووم، نو کور والا مې چپ کړل، خپلې اوښکې مې پاکې کړې او ستا سره ميلاؤ شوم او اوبه مې درباندې وڅښلې او رُخصت