Book Name:Itifaq Main Barkat Hai
سوري ته ناست وو او پۀ ډير ژور سوچ کښې وو. چا وئيلي وو:
اس قدر ڈُوبا ہوا دِل دَرْد کی لذّت میں ہے تیرا عاشِق اَنجُمن ہی کیوں نہ ہو، خَلْوت میں ہے
وضاحت: يعنې څوک چې عاشقِ مزاجه خلق وي هغوئي هميشه د خپل محبوب پۀ خيالونو کښې ورک وي، که ډک محفل ولې نه وي، هغۀ د خپل محبوب پۀ يادونو کښې وي، خپل ګير چاپيره ناستو خلقو ته د هغۀ هډو پام نه وي.
د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم څۀ داسې حالت وو، د هر څيز نه بے نيازه بس پۀ خپل سوچ کښې ورک وو. پۀ دې کښې د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ دغه ځائے تيريدلو، هغوئي د تيريدلو پۀ وخت حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته سلام وکړو خو هغوئي خو پۀ خپلو سوچونو کښې وو، هغوئي نۀ د فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د تيريدلو نه خبر شو او نۀ ورته د سلام پته ولګيده، لہٰذا
جو ہوش میں نہ ہو، وہ کیا نہ کرے
چې هغوئي ته د سلام احساس اونه شو نو هغوئي جواب هم ورنکړو. دا خبره د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ زړۀ کښې راغله چې څۀ وجه ده؟ عثمان جواب ولې رانکړو (آيا ناراضه شوے دے، آيا زما نه يـې څۀ ګيله ده، څۀ خفګان دے؟ څۀ کيدے شي؟). فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير ذهين او علقمند شخصيت وو، هغوئي فوراً د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خوا له لاړل او هغوئي ته يـې ټوله واقعه بيان کړه چې زۀ داسې د عثمان پۀ خوا راتير شوم، سلام مې وکړو، هغوئي جواب هم رانکړو، پته نه لګي چې پۀ څۀ خفه دے.
د حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم کمال سوچ ته وګورئ! هغوئي دا اونه وئيل چې معمولي خبره ده، پخپله يـې صحيح کړه، زۀ خليفه يم، د خلافت کارونه راته کول دي وغيره وغيره، هغوئي داسې څۀ اونه کړل بلکې دې معاملې له يـې اهميت ورکړو او