Book Name:Itifaq Main Barkat Hai
فوراً يـې فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ځان سره کړو او د حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خوا له لاړل. دواړو سلام وکړو، هغوئي جواب ورکړو. حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ووفرمائيل: عثمانه! څۀ خبره ده چې تاسو د خپل ورور د سلام جواب ورنکړو...؟ عرض يـې وکړو: ما جواب ورنکړو...!! ما خو داسې څۀ نه دي کړي. حضرت عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ووئيل: (زۀ خو اوس ستاسو پۀ خوا تير شوے ووم، تاسو ته مې سلام کړے وو)، پۀ خدائے مې دې قَسم وي! تاسو جواب رانکړو. حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وه وئيل: زه هيڅ نه يم پوهه شوے چې تاسو زما پۀ خوا تير شوي يـې يا مو سلام کړے دے!
ہم کو اپنی خبر نہیں یارو..! تم زمانے کی بات کرتے ہو
حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ معامله پوهه شو، هغوئي ووفرمائيل: عثمانه! شايد چې تاسو پۀ څۀ سوچ کښې وئ. عرض يـې وکړو: آؤ جي! زۀ پۀ يو ژور سوچ کښې ووم، خبره دا ده چې زما يوه پوښتنه ده کومه چې ما د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه کول غوښتل، ما هٰغه پوښتنه اونه کړے شوه او رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه پرده ووفرمائيله. پوښتنه يـې وکړه: هغۀ څۀ پوښتنه ده؟ عرض يـې وکړو: پوښتنه دا وه چې د قيامت پۀ ورځ د نجات دار او مدار پۀ کومه خبره باندې دے. حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ووفرمائيل: (د فِکر خبره نه ده) دا پوښتنه ما د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه کړې ده.
پۀ روايت کښې دي: چې کله حضرت عثمانِ غني رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا خبره واوريدله نو د خوشحالۍ نه ودريدلو او اوئې وئيل: اے ابو بکر! زما مور او پلار ستاسو نه قربان شه، هم تاسو پۀ دې (هره معامله کښې زمونږ نه د وړاندې تللو) حقدار يئ. بيا حضرت ابوبکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ حديثِ پاک بيان کړو چې: ما د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پوښتنه وکړه: مَا نَجَاۃُ ہٰذَا الْاَمْرِ يعنې د قيامت پۀ ورځ د نجات دار او مدار پۀ کومه خبره