Book Name:Itifaq Main Barkat Hai
ايمان دولت موجود دے، د هغۀ د وړې نه وړه نيکي، د غټې نه غټه نيکي به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! قبوله هم شي او جنَّت ته به د تللو ذريعه هم جوړه شي.
اِنَّ اللّٰهَ لَا یَغْفِرُ اَنْ یُّشْرَكَ بِهٖ وَ یَغْفِرُ مَا دُوْنَ ذٰلِكَ لِمَنْ یَّشَآءُۚ- (پارہ:5، سورۂ نساء:48)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه الله دا خبره نۀ بخښي چې د هغۀ سره شِرک وکړے شي او د دې نه لاندې چې څۀ هُم دي چا له چې اُوغواړي معاف به يـې کړي
ایماں پہ رَبّ رحمت، دیدے تُو استقامت
دیتا ہوں واسطہ میں تجھ کو ترے نبی کا([1])
ښې عقيدے اختيارول هم ضروري دي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته دا خبره هم ياد ساتئ چې يقيناً دار او مدار پۀ ايمان باندې دے خو ايمان صرف د کلمې وئيلو نوم نۀ دے بلکې اِيمان د ټولو اِسلامي عقيدو د زړۀ نه د منلو نوم دے. پۀ قرآنِ پاک کښې دي:
وَ اِنِّیْ لَغَفَّارٌ لِّمَنْ تَابَ وَ اٰمَنَ وَ عَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدٰى(۸۲) (پارہ:16، سورۂ طہ:82)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه زۀ هٰغه انسان لره ډير بخښونکے يم چا چې توبه وکړه او ايمان يـې راوړو او نيک عمل يـې وکړو بيا پۀ هدايت اوسيدلو.
دلته د بخښنې د پاره د دريو خبرو ذِکر دے: (1): ایمان (2): نیک اَعمال (3): پۀ هدایت باندې پاتې کيدل. يعنې پۀ چا کښې چې دا درې واړه خبرې وي نو الله پاک هغۀ بخښي. اوس پۀ هدايت باندې د پاتې کيدو څۀ مطلب دے: حضرت سعيد بن جبير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې پۀ تفسير کښې فرمائي: اِسْتِقَامَ لِفِرْقَۃِ الْسُّنَۃِ وَ الْجَمَاعَۃِ (يعنې څوک چې ايمان راوړي، نيک اعمال وکړي، بيا د دې سره سره) د اهلِسُنَّت و الجماعت پۀ عقائدو باندې