Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
مدرسے جوړې کړے شي، باقاعده اُستاذان وساتلے شي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي پۀ دې باندې عمل وکړو، دا وخت (تر اګست 2024 پورې) د دعوتِ اِسلامي د لاندې * پۀ ملک او بهر ملکونو کښې څه کم یا زياتې 7 زره، 371 جامعات او مدارسُ الـمدينه (بوائز اينډ ګرلز) جوړې دي * پۀ کومو کښې چې د سټاف شميره څه کمه یا زياته 24 زره 707 * د طالبِ علمانو شميره څه کمه یا زياته 3 لاکهه، 74 زره 305 ده. (2): اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: طالبِ علمانو ته دې وظيفې ورکړے شي د پاره د دې چې هغوئي د عِلمِ دِين پۀ لور مائل وي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي د رضا پۀ دې فرمان باندې هم عمل کوي، د دعوتِ اِسلامي لاندې * مختلفو تخصصاتو (سپيشلائزيشن) کوونکو طالبِ علمانو ته د مياشتي معقول وظيفے ورکولے شي * هم داسې د مدرسـةُ الـمدينه او د جامـعة الـمدينه طالبِ علمانو ته د هاسټل مفت سهولت درې وخته خوراک او * د فري ميډيکل سهولت هم ورکولے شي. (3): اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: استاذانو ته دې غوره تنخواګانې ورکړے شي د پاره د دې چې د زړۀ د اِخلاصه عِلمِ دِين وښائي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي د رضا پۀ دې فرمان باندې هم عمل کوي * پۀ جامـعة الـمدينه او مدرسـة الـمدينه کښې سبق ښودونکو استاذانو ته بهترينې تنخواګانې هم ورکولے شي * پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې د بونس پۀ طور يوه زياتي تنخوا هم ورکولے شي * د دې نه علاوه د شرطونو او ضابطو مطابق فري ميډيکل سهولت او نور مراعات هم ورکولے شي. (4): اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: چې د طالبِ علمانو د صلاحيتونو اندازہ دې واخستے شي، کوم طالبِ علم چې پۀ کوم کار کښې زيات مناسب وي، د معقول وظيفې ورکولو سره دې پۀ هٰغه کار کښې ولګولے شي * پۀ دوئي کښې څوک مدرس جوړ شي * څوک ليکوال جوړ شي * او څوک واعظ جوړ شي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي پۀ دې باندې هُم د