Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

عمل کوشش کوي، پۀ جامـعة الـمدينه او مدرسـةُ الـمدينه کښې د لوستونکو او نور شارټ کورسونو کوونکو طالبِ علمانو کره کتنه کيږي، د هغوئي د صلاحيتونو مطابق څوک دارُ الافتاء اهلسُنّت ته وَرسي او د فتوو ليکلو خِدمت کوي * څوک مفتيان جوړيږي * څوک پۀ الـمدينة الـعلميه کښې د ديني کتابونو ليکلو خدمت کوي * څوک مدرس جوړيږي * او ډير د امامت او خطابت فريضې ترسره کوي، پۀ دې ديني خدمت باندې دوئي ته معقول او بهترينې تنخواګانې هم ورکولے کيږي (5): اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   وفرمائيل: چې کوم کَسان تيار شي، هغوئي دې پۀ ملک کښې خوارۀ کړے شي چې د دِين خِدمت وکړي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ دعوتِ اِسلامي کښې د عاشقانِ رسول تربيت کولے شي او ملک او بهر ملکونو ته ليږلے شي، هغوئي له باقاعده تنخواګانې ورکولے شي او هغوئي د ګټې نه د بے پروا کيدو سره د دِين خدمت کوي. (6): اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   وفرمائيل: باقاعده دې تنخواګانې ورکړے شي او پۀ ليکوالو دې فائده مند دِيني کتابونه او رسالے وليکلے شي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دې مقصد پاره د دعوتِ اِسلامي يوه پوره اداره الـمدينةُ الـعلميه (اِسلامِک ريسرچ سنټر) قائم دے، چرته چې ګڼ شمير مَدَني علمائے کرام دِيني کتابونه ليکي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اوسه پورې پۀ سوونو دِيني کتابونه او رسالے ليکلے شوې دي، د الله پاک پۀ کرم سره دعوتِ اِسلامي دې مَدَني عالمانو ته باقاعده تنخواګانې ورکوي. (7): اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   وفرمائيل: چې کوم کتابونه وليکلے شي، هغه دې پۀ ښه طريقه باندې چاپ کړے شي او پۀ ټول ملک کښې دې تقسيم کړے شي. د رضا پۀ دې فرمان د عمل کولو د پاره دعوتِ اِسلامي خپله د خپرونو اداره مکـتبة الـمدينه جوړه کړه، چرته چې پۀ بهترين او ښکلي انداز کښې کتابونه چاپ کولے شي، د رسالو د تقسيمولو (يعنې د مختلفو کتابونو او د رسالو د مفت تقسيمولو) سلسله هم وي او کتابونه خرڅيږي هم. (8): اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه   وفرمائيل: