Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
د هغې سره د دين فائده هم اوشي. د غم ښادئ په دستورو کښې د نزدې مکتبة المَدينه نه تركيب جوړولو سره سټال لګوئ او ميلمنو ته د وَس مطابق اسلامي کتابونه او رسالے مفت ورکوئ.
ولادتِ شہِ دیں ہر خوشی کی باعث ہے ہزار عید سے بھاری ہے بارہویں تاریخ
(9) په ښارونو، کلو وغيره کښې دې هر UC نګران تر 12 ورځو پورې هره ورځ په بيلو بيلو جُماتونو کښې عظيمُ الشان د سنتو ډک اجتماعات منعقد کړي. د شخصياتو په کورونو، د عاشقانِ رسول په دکانونو، مارکيټونو، کارخانو، تعليمي ادارو وغيره کښې هم دا اجتماعات اوکړئ.
لب پر نعتِ رسولِ اکرم ہاتھوں میں پرچم دیوانہ سرکار کا کتنا پیارا لگتا ہے
(10) د 11 رَبيعُ الاوَّل په مازديګر ګنې په دولسمه شپه د ښؤ ښو نيتونو کولو سره غسل اوکړئ. که کيدے شي نو د اخترونو د اختر د تعظيم په نيت سره نوې جامې، نوې عمامه، نوے سربند، نوې ټوپئ، او که څادر په سر کول غواړئ نو نوے سپين څادر، په پرده کښې د پردے کولو د پاره نوے څادر، نوے مسواک، نوے د جيب رومال، نوے پيزار، نوې تسبيح، نوې د عطرو شيشه، نوې د لاس ګړئ، نوے قلم، نوے قفلِ مدينه پيډ وغيره د خپل استعمال هر څيز که کيدے شي نو نوے واخلئ. (د ميلاد شريف د مجلس او نورو د خير مجلسونو د پاره غُسل کول مستحب عمل دے. اوګورئ: نماز کے احکام، صفحه: 115)
آئی نئی حکومت سکہ نیا چلے گا عالَم نے رنگ بدلا صبح شبِ وِلادت
(11) 12 شپه د ميلاد په اجتماع کښې د تيرولو سره د صبح صادق په وخت په خپلو لاسونو کښې د مدني جنډو راخستو سره د درود او سلام وئيلو سره په نمژنو سترګو صبحِ بہاراں ته هر کلے اووائې. د سحر د لمُونځ نه پس د صلوٰۃ و سلام لوستلو نه وروستو د اختر