Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai
(ياد ساتئ! د دې ښکلاګانو د پاره هم د بجلئ غلا حرام کار دے، ځکه پۀ دې باره کښې د بجلئ ورکوونکو ادارو سره رابطه وکړئ او جائز ترکيب جوړ کړئ)
مشرق و مغرب میں اِک اِک بامِ کعبہ پر بھی ایک نصب پرچم ہوگیا، اَھْلاً وَّسَھْلاً مرحبا
(7) هر اسلامي ورور دې د خپل وَس مطابق د مکتبة المَدينه دينې رسالے او د مدني ګلونو مختلف پمفلټس د ميلاد په جلوسونو کښې تقسيم کړي. دغه شان ټول کال په خپل دکان وغيره کښې د رسالو د تقسيمولو انتظام کولو پۀ ذريعه د نيکئ دعوت ورکړئ. د واده په بَلنو [دعوتونو] او د ايصالِ ثواب په اجتماعاتو کښې او د وفات شوو د ايصالِ ثواب د پاره هم د رسالو د تقسيمولو تركيب جوړ کړئ او نورو له د دې ترغيب ورکړئ. او ټول د هفته وارې رسالے د لوستلو يا د اوريدلو سعادت هُم حاصلوئ، او هر کال د 12 مياشتو د پاره د ماهنامه فيضانِ مدينه بُکنګ هُم کوئ.
چار سُو رحمتوں کی ہوائیں چلیں، ہو گئی جس سے ساری فضا دل نشیں
مسکراؤ سبھی آ گئے ہیں نبی، غم کے مارو تمہاری خوشی کے لئے
(8) پمفلټ د جشنِ ولادت 12 مدني ګلونه که ممکن وي نو 112 ګنې کم نه کم 12 او که نور کيدے شي نو 12 رسالے صبحِ بہاراں د مکتبة المَدينه نه واخلئ او تقسيم ئې کړئ. خاص طور د هغه تنظيمونو مشرانو ته ئې اورسوئ کوم چې په رَبيعُ الاوَّل کښې لائټنګ کوي يا د نعتونو محفل يا د ميلاد د جلوس انتظام کوي. په رَبيعُ الاوَّل شريف کښې د چا سُنّي عالم يا امام مسجد، مؤذِّن يا د جُمات د خادِم سره څه نا څه مالي مرسته اوکړئ او که هره مياشت دا سعادت حاصل کړئ نو ډيره ښه به وي!. د وَدونو په موقعو باندې د واده د کارډ سره د مکتبة المَدينه ديني رساله هم يو ځائے لګوئ. د اختر د کارډونو په ځائے د ديني کتابونو او رسالو ورکولو رواج جوړ کړئ د پاره د دې چې کوم رقم اولګي