Dawateislami Faizan e Raza Hai

Book Name:Dawateislami Faizan e Raza Hai

هغه بے حسابه اوبخښې، څوک چې يو ګاډي والا د دې د پاره تيار کړي د هغه په حق کښې هم دا دُعا قبوله کړې.اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

ضروري احتياط: که په جنډه باندې شين ګنبد، نقشِ نعلِ پاک يا بَل څه ليکل وي نو د دې خبرې خيال ساتئ چې نه هغه اوشليږي، نه په زمکه پريوځي. که ادب نه کيږي نو داسې جنډې مه اوچتوئ، د 12 رَبيعُ الاوَّل شريف ورځ چې څنګه تشريف يوسي فوراً ټولې جنډې او د لائټنګ سامان کوز کړئ. خاص طور مدني مراکز فيضان مدينه او مساجدِ دعوتِ اسلامي او جامعة المَدينه او مدرسة المَدينه (ګرلز، بوائز) دوئي دې هم په وخت د دې ترکيب جوړ کړي.

نبی کا جھنڈا لے کر نکلو دنیا پر چھا جاؤ                                                                                                    نبی کا جھنڈا امْن کا جھنڈا گھر گھر میں لہراؤ

(6) په خپل کور باندې د 12 لَړو والا يا کم نه کم د 12 بلبونو نه، د دې سره سره په خپله محله کښې هم تر 12 ورځو پورې او په خپل جُمات باندې هلته هم د معمول مطابق لائټنګ اوکړئ. چرته چې د جُمات د چندې نه د 12 ورځو پورې د لائټنګ معمول نه وي نو د دې کار د پاره د جُدا چندې کولو پۀ ذريعه تر 12 ورځو پورې لائټنګ کيدے شي. ټوله علاقه په مدني جنډو او په قِسما قِسم بلبونو د ناوې په شان ښکلې کړئ. که ممکن وي نو په جُمات، د کور په چهت او چوک وغيره باندې په لار تيريدونکو او سورلو ته د تکليف ورکولو نه بغير د عامو خلقو د حقونو خوړلو نه بغير په فضا کښې زوړند 12 ميټره يا د موقعې په مناسبت سره غټې غټې جنډې اولګوئ. د سړک په مينځ کښې جنډې مه لګوئ ځکه چې د دې سره د ټريفک نظام متاثره کيږي، د جنډې لګولو د پاره فټ پات هم مه راکښنئ، خبردار! په کوڅه وغيره کښې چرته هم داسې سينګار مه کوئ د کوم سره چې د خلقو لاره تنګه شي او د هغوئي حق اوخوړلے شي او زړه آزاري ئې اوشي.