Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
وفرمائيل: زما عمل خو هم هٰغه دے کوم چې تاسو ليدلے دے، البته يو عمل بَل دے هغه دا چې زۀ د يو مسلمان د پاره پۀ زړۀ کښې کينه نه ساتم او نۀ يو مسلمان ته پۀ ميلاويدونکي نعمت باندې حَسَد کووم۔ حضرت عبد الله بن عَمرو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: آؤ! هم دا هٰغه صفت دے کوم چې تاسو دې مقام ته رارسولي يئ۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تاسو وکتل! زړۀ پاک ساتل، پۀ زړۀ کښې د چا بغض او کينه نه ساتل، د چا سره حَسَد نه کول، د چا پۀ باره کښې پۀ زړۀ کښې څۀ خيرے نه ساتل جنَّت ته بوتلونکے عمل دے او بل خوا غور وکړئ چې پۀ زړۀ کښې بغض لرونکے، د حَسَد مار پۀ زړۀ کښې پاللو والا څومره بد بخته دے چې د بخښنې او مغفرت نه محرومه پاتې کيږي، ځکه مونږ له پکار دي چې خپل زړۀ صفا کړو، که چرې د چا پۀ باره کښې پۀ زړۀ کښې څۀ خيرے دے نو هغه د زړۀ نه لرې کړو، که د چا سره څۀ خفګان دے نو ختم يـې کړو، که د چا رشته دار سره څۀ خفګان دے، پۀ څۀ دنيائي مسئله باندې جګړه ده، پۀ خپل مينځ کښي لرې والے دے نو هغه ختم کړو۔ د دواړو جهانونو تاجدار، مکي مَدَني سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې پۀ ناحقه باندې وي او جګړه پريږدي، الله پاک به د هغۀ د پاره د جنَّت پۀ ګوټ کښې کور جوړ کړي او څوک چې پۀ حق باندې وي او جګړه پريږي، الله پاک به د هغۀ د پاره د جنَّت د اوچتې درجې والا ځائے کښې کور جوړ کړي۔ ([2])
اُمَّتِ محبوب کا یارَبّ بنا دے خیر خواہ نفس کی خاطِر کسی سے دِل میں میرے ہو نہ بَیْر
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد