Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
د خير طمع وکړے شي او د چا د شَر نه چې اَمن وي، او ستاسو بد هٰغه کَس دے د کوم نه چې د خير طمع اونه کړے شي او د کوم د شَر نه چې امن نه وي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! قاعِده کليه محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وښودله، اوس دې پرې غور مونږه پخپله وکړو، آيا مونږه داسې يو چې خلق رانه د خير طمع ساتي او د بدو نه مو محفوظ وي، که چرې داسې يو نو د الله پاک شُکر ادا کول پکار دي، که داسې نه يو نو ويريدل پکار دي۔
هغۀ ايمان والا نشي کيدے څوک چې۔۔۔!!
يو ځل د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې کرته پۀ الله پاک باندې قَسم وخوړو، اوئې فرمائيل: وَاللہِ لَایُؤْمِنُ پۀ الله مې دې قَسم وي! هغۀ مؤمِن نشي کيدے وَاللہِ لَایُؤْمِنُ پۀ الله مې دې قَسم وي! هغۀ مؤمِن نشي کيدے وَاللہِ لَایُؤْمِنُ پۀ الله مې دې قَسم وي! هغۀ مؤمِن نشي کيدے۔ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! څوک مؤمِن نشي کيدے؟ اوئې فرمائيل: اَلَّذِیْ لَا یَاْمَنُ جَارُہٗ بَوَائِقَہٗ هغۀ د چا ګاؤنډي چې د هغۀ د شَر نه محفوظ نه وي۔ ([2])
خیر خواہ ہم بھی پڑوسی کے بنیں یہ کرم یا مصطفےٰ فرمائیے!
نعمتِ اخلاق کر دیجئے عطا یہ کرم یا مصطفےٰ فرمائیے!
ګاؤنډي ته ضرر رسوونکې عبادت ګزاره زنانه
امام بُخاري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو حديثِ پاک نقل کړے دے چې يو ځل د الله پاک د خوږ او آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې عرض وکړے شو: يا رسولَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم !