Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

قرب نشي حاصلولے۔ ځکه مونږ له پکار دي چې مونږه نور د تکليف نه بچ کوو۔ کوم بنده چې نور د تکليف نه بچ کوي، الله پاک پۀ هغوئي باندې ډير کرم کوي۔

د کور ودانې يـې سمدستي شِفا نصيب شوه

امام شعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زما کور ودانې ډيره ناروغه وه، تر دې پورې چې د هغې حالت ته يـې وکتل نو کور والا پوهه شول چې بس د دې آخري وخت راغلے دے، زۀ هم ډير پريشانه ووم، پۀ دې کښې ما ته يو غيبيي اواز وشو: چې پۀ فلانکي سوري کښې يو مچ دے، هغه يو غټ مچ ګير کړے دے، تۀ هٰغه مچ راخلاص کړه مونږه به ستا کور ودانې ته شفا ورکړو۔ امام شعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زۀ فوراً پاڅيدم، سوري ته ورنزدې شوم، چې اومې کتل نو ډير وړوکے سورے وو، ما يو ډکے پۀ سوري کښې ورکړو، واقعي چې هلته يو مچ وو کوم چې بَل غټ مچ پۀ خُله کښې نيولے وو، څنګه چې ما هٰغه مچ راخلاص کړو نو فوراً الله پاک زما کور ودانې ته شِفا عطا کړله۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! چې د يو وړوکي شان مچ د تکليف نه پۀ بچ کولو دومره کرم دے نو غور وکړئ! چې کله مونږه د الله پاک بندګان د تکليف نه بچ کړو نو د دې به څومره فضائل نصيب کيږي۔

د ښو او بدو پيژندګلو

يو ځل رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته وفرمائيل چې آيا زۀ تاسو د ښو او بدو نه خبر نکړم؟ ټول خاموشه وو، درې کرته يـې هم دغه پوښتنه وکړه: نو يو کَس عرض وکړو: آؤ جي! يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! مونږه زمونږه د ښو او بدو نه خبر کړئ! اوئې فرمائيل: ستاسو ښه هٰغه کَس دے د چا نه چې


 

 



[1]... لواقح الانوار القدسیہ، العہد السابع و السبعون بعد المائۃ ، جلد:1، صفحہ:574۔