Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
هم دے چې (دا رښتوني خو بخښلے شوي دي، دا خو د هٰغې شان والا دي، د داسې اعمالو والا دي چې د قيامت پۀ ورځ به د دوئي سره حساب نه کيږي، بغير د حساب نه به جنَّت ته داخلولے شي، د دې سره سره) چې کوم خوش قِسمته د دې رښتينو سره وي، د هغوئي سره به هم ډير حساب نه کيږي، ډير سخت حساب به ورسره نه کيږي بلکې د دې رښتينو د نسبت پۀ سبب به ورته بخښنه نصيب شي۔ ([1])
پۀ خوا کښې کښيناستونکے هم بدبخته نه پاتې کيږي
صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: يوه ورځ سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت عبد الله بن رواحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خوا تيريدلو، هٰغه وخت حضرت عبد الله بن رواحه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته بيان فرمائيلو۔ نبئ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې دا وليدل نو د خوشحالۍ نه يـې وفرمائيل: چې کله ستاسو يوه ډله کښيني نو د دې سره هم پۀ دومره شميره کښې فرښتې هم کښيني، که چرې ستاسو ډله سُبْحٰنَ اللہ وائي نو فرښتې هم سُبْحٰنَ اللہ وائي، که تاسو اَلْحَمْدُ لِلہِ وايئ نو فرښتې هم اَلْحَمْدُ لِلہِ وائي او که تاسو اَللہُ اَکْبَرُ وايئ نو فرښتې هم اَللہُ اَکْبَرُ وائي۔ بيا هٰغه فرښتې د خپل رَبّ پۀ بارګاه کښې حاضريږې حالانکې الله پاک د دوئي نه زيات خبر دے، فرښتې عرض کوي: اے زمونږه رَبَّ! ستا بندګانو ستا پاکي بيانوله نو مونږه هم ستاسو پاکي بيان کړه، هغوئي ستا اوچت والے بيانولو نو مونږه هم ستا او اوچت والے بيان کړو، هغوئي ستا حمد بيان کړو نو مونږه هم ستا حمد بيان کړو۔ پۀ دې باندې الله پاک فرمائي: اے فرښتو! ګواه اوسئ۔۔۔!! چې ما دوئي وبخښل۔ فرښتې عرض کوي: پۀ هغوئي کښي فلانکے بنده ډير بدکاره دے۔ الله پاک فرمائي: هغۀ داسې قوم