Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
قيامت پۀ ورځ مدد کولے شي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د لوڼو پالنه کول د سعادت مندو حصه ده او لوڼه به د قيامت پۀ ورځ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دوزخ ته ډال جوړيږي۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد وفرمائيلو: د چا چې لور وي هغۀ هغې ته پۀ ښه طريقه ادب وښائي، ښه تعليم ورکړي او د الله پاک ورکړے شوؤ نعمتونه پري ولګوي نو دا لور به د هغۀ د پاره وور ته ډال او خنډ [رکاوټ] جوړ شي۔ ([2]) الله پاک دې مونږ ته د لوڼو سره د مينې کولو، د هغوئي د حقونو پوره کولو، د هغوئي د زړۀ ساتلو او د هغوئي د ښه پالنې کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو، د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو د جذبې موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه اخلئ! د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خيرونه درنصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: هفته واره اجتماع هم ده۔ * د هر زيارت پۀ ورځ د ماښام د نـمانځه نه پس د دعوتِ اِسلامي هفته واره اجتماع کيږي، پۀ دې کښې تلاوت، نعت، د سنتو نه ډَک بيان، ذِکر او د ژړا ډَکه دعا کولے شي * تاسو ته خواست دے * تاسو هم پۀ دې هفته واره اجتماع کښې پۀ پابندۍ سره شرکت کوئ! * پۀ ديني اجتماع کښې د کښيناستو او د ذِکر کوونکو خو به خپل څومره ښکلے شان وي! د حديثِ پاک مطابق څوک چې د دوئي