Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
پڑوسی کو بھائی! نہ ہر گز ستانا وگرنہ جہنّم بنے گا ٹھکانا
د الله پاک د يو نيک بنده پۀ کور کښي يو ځل مږې وشولې، د هغوئي دوستانو هغوئي له مشوره ورکړه چې تاسو پۀ خپل کور کښې يوه پيشو وساتئ! د الله پاک هٰغه نيک بنده وفرمائيل: زما سره دا ويره ده چې د پيشو اواز واوري او مږې د ګاؤنډيانو کره لاړې شي، داسې به زۀ د ګاؤنډيانو د پاره هٰغه خبره خوښوونکے شم کومه خبره چې زۀ د ځان د پاره نه خوښووم۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! الله پاک دې زمونږه پۀ بزرګانو باندې رحمت وفرمائي، دوئي د تقویٰ او د پرهيزګارۍ څنګه څنګه مثالونه قائم کړي دي، آه! نن سبا خو دلته د ګاؤنډيانو د پاره هٰغه څۀ خوښولے شي کوم چې يـې د ځان د پاره خوښ نه وي * پۀ خپل کور کښې ګند ساتل څوک خوښوي؟ خو د ګند غورځولو ځائے لرې وي، ځکه د ګاؤنډيانو پۀ دروازه کښې کيښودلے شي * زنانه د کور فرش وينځي، ظاهره ده چې سخا اوبه پۀ دالان کښې ساتل خو نه خوښوي، ځکه يـې کوڅې ته پريښودلے شي، د کومو سره چې پۀ کوڅه کښې خټې هم جوړيږي، تيريدونکو ته تکليف رسي۔ داسې نور ډير صورتونه دي چې خلق يـې د ځان د پاره نه خوښوي خو ګاؤنډيان پۀ هغې کښي اخته کوي۔ کاش چې مونږه د خپلو مسلمانانو وروڼو خيال ساتونکي جوړ شو، خلق د تکليف نه بچ کوونکي جوړ شو۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
(6): شپږم بنیاد: ضرر رسوونکے څيز اوچتول
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سلسلۀ عاليه قادريه شپږم بنياد دے: د لارې نه ضرر