Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

پۀ مسلمان باندې پۀ هر حال کښې درې کارونه لازمي دي

حضورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ هر مسلمان باندې پۀ هر حال کښې (يعنې که ورځ وي، که شپه وي، که يخني وي، که ګرمي وي، که خوشحالي وي، که غم وي، که مصروفيت وي، که وزګار وي، غرض دا چې تر څو پورې پۀ بدن کښي ساه وي، تر څو پورې چې عقل سلامت وي، ساه اخستے کيږي تر هٰغه وخته پورې پۀ هر مسلمان باندې) درې خبرې لازمي دي:

(1): اَمْرٌ  یَمْتَثِلُہٗ د شريعت حُکم چې پۀ دې باندې عمل وکړي (2): نَہْیٌ یَجْتَنِبُہٗ د شريعت د منع کړے شوؤ خبرو نه ځان بچ کړي (3): قَدْرٌ یَرْضٰی بِہٖ تقدير چې پۀ دې باندې هميشه راضي وي۔

حضورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: * د مسلمان ادنیٰ حالت دا دے چې هغۀ پۀ يو وخت کښې هم پۀ دې دريو خبرو کښي د يوې نه خالي نه وي * د هغۀ زړۀ د دې دريو خبرو پخه اراده کوي * بنده د خپل ځان ته  دا درې خبرې بيانوي * او خپل اندامونه هر وخت پۀ دې کښي مصروف ساتي۔ ([1])

  الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

(2): دويم بنیاد: قَلبِ سلیم

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سلسلۀ عاليه قادريه دويم بنياد قَلبِ سليم دے۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې ارشاد فرمائي:


 

 



[1]... فتوح الغیب، صفحہ:17۔