Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
پۀ
خوا کښې کښيني، هغۀ هم بدبخته نه پاتې کيږي ([1]) * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ هفته واره اجتماع کښې ذِکر کيږي * عِلم دِين زده کيږي * پۀ
نيک صحبت کښې کښيناستل او * پۀ
جومات کښې وخت تيرول نصيب کيږي * يو
اهم برکت دا چې د ديني اجتماع د پاره تلل هم د الله پاک پۀ لاره کښې وَتل دي، چې هفته واره اجتماع ته تشريف راوړئ نو
اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د کور نه د وتلو نه واخله تر واپس تللو پورې به ټول وخت د
الله پاک پۀ لار کښې شميرلے کيږي * د هر
زيارت پۀ ورځ پۀ پابندۍ سره پۀ هفته واره اجتماع کښې د اَوَّل نه تر آخره پورې د شرکت کولو پوخ نيت وکړئ!
پۀ کراچۍ کښې پۀ يو ځائے کښې د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه بيان وو، يو اِسلامي ورور پۀ دې اجتماع کښې د شرکت پۀ غرض روان شو، څنګه چې پۀ يوه تنګه تيارۀ کوڅه کښې راتاؤ شو نو يو شوکمار يـې پۀ مرۍ باندې چاړه کيښودله او پۀ زوردار اواز کښې يـې وه وئيل: څۀ چې درسره دي هغۀ راوباسه۔ هٰغه اِسلامي ورور ډير پۀ نرمۍ سره وه وئيل: څۀ چې تاسو ته ميلاؤيږي واخلئ، شوکمار د جيبونو تلاشي شروع کړه، د يو جيب نه د عطرو شيشه، نو د بَل نه تسبيح راووتله۔ شوکمار پۀ غصه کښې وه وئيل: چرته ځې؟ اِسلامي ورور ډير پۀ نرمۍ سره وه وئيل: زمونږ د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه بيان دے، پۀ هغې کښې د شرکت کولو د پاره ځم۔ دا يـې چې واوريدل نو شوکمار خاموشه شو، د خاموشۍ نه يـې فائده واخستله او اِسلامي ورور هغۀ ته د نيکۍ دعوت ورکړو او اوئې وئيل: تاسو هم اجتماع ته راځئ! پۀ غلې لهجه او نرم اواز کښې ورکړے شوي د خلوص نه ډک دعوت پرې اثر وکړو او شوکمار وه وئيل: ځۀ زۀ