Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
خير خواهي (5): نور د تکليف نه بچ کول (6): د لارې نه ضرر رسوونکے څيز لرې کول (7): معاف کول (8): او فقر يعنې د علماؤ او مشائخو ادب کول، د خپل پير صاحب د مُريدانو [يعنې پير بهائيانو] سره نيک سلوک کول، پۀ کشرانو باندې شفقت کول او دُنيائي جګړې پريښودل۔ مونږ له پکار دې چې مونږه دا 8 واړه کارونه وکړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې پۀ برکت به د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فيضان نصيب کيږي، د هغوئي سره به نسبت مضبوطيږي او که الله پاک وغوښتل نو د طريقت پۀ لاره کښې به مو اوچته مرتبه نصيب شي۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ۱۱اکتوبر په ټوله دنيا کښي د ماشومانوجينګو متعلق نمانځلےشي ،راځۍ په دغه مناسبت سره د الله پاک د دي نعمت لګه تذکره کوو۔
الحمد الله !لوڼه د الله پاک نعمت دے او د نعمت پۀ ميلاويدو د الله پاک شُکر ادا کول پکار دي خو پۀ دې نعمت باندې د خفګان اظهار کول د غير مسلمو طريقه ده۔ پۀ صراط الجنان کښې دي: د لور پۀ پيدا کيدو باندې د غم اظهار کول د غير مسلمو طريقه ده۔ ([1])
که د چا لور پيدا شي نو هغۀ له د خفګان نۀ بلکې د خوشحالۍ اظهار کول پکار دي چې * پۀ کوم کور کښې چې لور پيدا شي فرښتې هٰغه کور والؤ ته د سلامتيا د نازليدو زيري ورکوي۔ ([2]) * پۀ کوم کور کښې چې لور پيدا شي د هغې د کفالت کوونکي به د