Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

سرکشي نه وي * نۀ پکښې کينه وي * نۀ پکښې بغض وي * نه پکښي د حَسَد نه سوزيدل وي * هٰغه بنده ډير د فضيلت والا دے۔ اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ بارګاهِ رسالت کښې استغاثه وړاندې کوي:

جھوٹ سے بغض و حسد سے ہم بچیں                                                       کیجئے رحمت اے نانائے حُسین!

درې کرته د جنَّت زيرے ميلاؤ شو

صحابئ رسول حضرت انس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مونږ د مالِکِ جنَّت، قاسِمِ نعمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې حاضر وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: یَطْلُعُ عَلَیْکُمُ الْآن مِنْ هٰذَا الْفَجِّ رَجُلٌ مِنْ اَهْلِ الْجَنَّۃِ اوس به ستاسو خوا له پۀ دې لار باندې يو جنَّتي انسان راځي۔ نو يو انصاري صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ هٰغه ځائے باندې راغلو، د هغوئي ګيره د اوداسه پۀ اوبو باندې لمده وه، پۀ ګڅ لاس کښې يـې پيزار راخستے وو او راروان وو۔

  پۀ دويمه ورځ بيا آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اوس به ستاسو خوا له پۀ دې لاره باندې يو جنَّتي انسان راځي۔ پۀ دويمه ورځ هم هٰغه صحابي راغلو، پۀ دريمه ورځ بيا هم داسې وشول۔ حضرت عبد الله بن عَمرو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: بيا خو زۀ د هٰغه انصاري صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور ته لاړم او درخواست مې وکړو چې زۀ ستاسو ميلمه کيدل غواړم۔ نو زۀ درې شپې د هغوئي سره ووم، پۀ دغه وخت کښې ما دا د شپې پۀ قيام (يعنې د نفلونو پۀ کثرت) اونه ليدلو، آؤ! دومره ضرور وو چې هغوئي به پۀ خپله بستره باندې پۀ ډډه اغوښتو نو ذِکرُ الله به يـې کولو۔ يو ښه عادت د هغوئي دا هم وو چې هغوئي به ښې خبرې کولې يا به خاموشه وو۔ چې کله درې شپې تيرې شوې نو ما هغوئي ته اصلي خبره وکړه چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ورځې پرله پسې د جنَّت زيرے عطا کړو او درې واړه ورځې د دې زيري مُستَحِق هم تاسو شوئ۔ ما غوښتل چې ستاسو سره ايسار شم او ستاسو عمل وه وينم، خو ما ستاسو څۀ زيات عمل اونه ليدلو۔ هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ