Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
ځکه هر مسلمان له پکار دي چې د خپلو معاملو بنياد پۀ قرآن او سُنَّت باندې وساتي۔ نن سبا دا ډيره غټه مسئله ده چې دلته خلق د خپلو کارونو بنياد پۀ رسم او رواج باندې ږدي، کم خلق دي څوک چې د څۀ کار کولو نه مخکښې شرعي راهنمائي حاصلوي، ګنې نو صرف دا کتلے کيږي چې رَسم او رواج څۀ دے؟ زۀ که دا کار وکړم نو خلق به څۀ وائي، که نۀ يـې کووم نو خلق به څۀ وائي۔ بلکې که رښتيا وايم نو دا خبره هم زړۀ شوې ده۔ د خلقو د پيغورونو نه ويريدل، د خلقو نه حيا کول، اګر که ښه خبره ده، حيا د الله پاک نه پکار ده، د الله پاک د رضا د پاره کار کول پکار دي خو بيا هم د خلقو د حيا پۀ وجه د ګناه نه بچ کيدل تر څۀ حده پورې صحيح دي خو اوس خو خبره د دې نه هم مخکښې تلې ده، اوس د سوشل ميډيا دور دے، اوس خو ډير ځلمي دا سوچ هم نه کوي چې خلق به څۀ وائي۔ بس څۀ چې يـې پۀ زړۀ کښې راځي کوي يـې، اوس خو وائي: پۀ خلقو څۀ، څۀ چې وائي نو وائي دې، مونږ له ژوند پۀ خپله خوښه تيرول دي، د فيشن پۀ نوم باندې شليدلے پينټ اچول دي، بے پرده کيدل دي، صرف د ګټې د پاره، د شهرت د پاره، د دروغو د عزت د پاره د کور زنانه د سوشل ميډيا ښکلا جوړولے شي، زمونږه مشرقي معاشره د دې خبرې اجازت چرته ورکوي خو څۀ وه وئيلے شي، خلق به څۀ وائي، اوس خو د دې نه هم مخکښې ګام واخستے شو چې شريعت څۀ وائي نو وائي دې، خلق چې څۀ وائي نو وائي دې، مونږ ته بس خپله مرضي کول پکار ده ، پۀ خپلو خواهشاتو پسې تلل پکاردي او د ګناهونو پۀ ډنډه کښې انختل دي۔ لَا حَوْلَ وَ لَا قُوَّۃ اِلَّا بِاللہ۔
الله پاک دې زمونږه پۀ حال باندې رحم وکړي۔ خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ياد ساتئ! مسلمان پۀ هر حال کښي د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمان پابند دے۔ پۀ