Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سلسلۀ عاليه قادريه دريم بنياد سخاوت دے۔
يو ځل حُضُورِ غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خپله مدرسه کښې بيان وفرمائيلو، پۀ دې کښې هغوئي وفرمائيل: اے مالدارو! که د دُنيا او د اخرت خير غواړئ نو د خپل مال پۀ ذريعه د غريبانانو سره همدردي وکړئ! بيا غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو حديثِ پاک بيان کړو: ([1]) د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: خلق د الله پاک عِيَال (يعنې بندګان) دي، د الله پاک زيات خوښ هغۀ دے څوک چې د الله پاک عِيَال ته زياته فائده رسوونکے وي۔ ([2])
د اَبُو عبد الله محمد بن خضر حسيني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے چې يوه ورځ د سرکارِ غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نظر پۀ يو پريشان حاله فقير پريوتو، يو مسلمان يـې چې د درد او غم پۀ حالت کښې وليدلو نو حُضُورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بے تابه شو او پوښتنه يـې وکړه: مَا شَاْنُکَ يعنې پۀ تا څۀ شوي دي؟ فقير پۀ جواب کښې عرض وکړو: عالي جاه! زۀ پۀ دجله درياب پورې وتل غواړم خو پيسې راسره نشته، ماڼکے (يعنې کشتۍ چلولو والا) د کرايه نه بغير پۀ کشتۍ کښي پۀ کښينولو راضي نه دے۔ د ماڼکي پۀ دې رويه باندې زما زړۀ مات شو چې که زما سره پيسې وے نو زۀ به داسې نه مايوسه کيدم۔
راوِي وائي: فقير لا خپله خبره پوره کړې نه وه چې يو کَس پۀ بارګاهِ غوثيت کښې حاضر