Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

هغۀ لاس نيسي ([1]) يعنې الله پاک د هغۀ مددګار وي چې هغۀ پۀ هلاکت کښې د اخته کيدو نه بچ کوي۔ ([2]) * جنَّت د سخيانو کور دے۔ ([3]) * سخي الله پاک ته نزدې دے، جنَّت ته نزدې دے، خلقو ته نزدې دے، د وور نه لرې دے۔ ([4])

 (4): څلورم بنیاد: خیر خواهي

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سلسلۀ عاليه قادريه څلورم بنياد خير خواهي ده۔ يعنې د الله پاک د مخلوق د پاره هميشه خير غوښتل، چې د چا پۀ باره کښې هم څۀ بد زمونږ پۀ زړۀ کښې رانشي، مونږه ټول بس د ټولو د پاره هم د خير طلبګار اوسو۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: خَیْرُالنَّاسِ مَنْ یَّنْفَعُ النَّاسَ يعنې پۀ خلقو کښې بهتر هغۀ دے څوک چې خلقو ته فائده رسوي۔ ([5])

فائده ورکوونکي جوړ شئ!

يو ډير ښکلے حديثِ پاک درته بيان کړم، صحابي اِبنِ صحابي حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما د دې حديث راوي دے، هغوئي فرمائي: يوه ورځ مونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې حاضر وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم نه يوه پوښتنه وکړه: اوئې فرمائيل: اِنَّ مِنَ الشَّجَرِ شَجَرَةً لاَ يَسْقُطُ وَرَقُهَا، وَ اِنَّهَا مَثَلُ المُسْلِمِ، فَحَدِّثُونِي مَا هِیَ يعنې پۀ وَنو کښې يوه وَنه ده، د هغې پاڼې نۀ رژيږي، د هغې مثال د مسلمانانو پۀ شان دے، وه وايئ چې هغۀ ونه کومه يوه ده؟

بيا صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سوچ شروع کړو (چې هغه کومه يوه داسې ونه کيدے شي د


 

 



[1]... شعب الایمان ، باب فی الجودو السخاء ،۷/ ۴۳۳، حدیث :۱۰۸۶۷۔

[2]... اتحاف السادة المتقین، ۹/ ۷۲۵، ملخصاً ۔

[3]... فردوس الاخبار،۱/ ۳۳۳، حدیث :۲۴۳۰ ۔

[4]... سنن الترمذي، کتاب البر والصلۃ، باب ما جاء في السخاء، الحدیث:۱۹۶۱، ج ۳، ص ۹۲۔

[5]... کنز العمال،  کتاب المواعظ و الرقاق، جز :16 ،جلد:8 ، صفحہ:54 ، حدیث:44147۔