Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

(7): اووم بنیاد: معاف کول

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سلسلۀ عاليه قادريه اووم بنياد دے: معاف کول۔ څوک که مونږ ته قصداً عمداً يا د قصده نه بغير تکليف ورسوي، زمونږه زړه ازار کړي نو مونږ له پکار دي چې هغۀ معاف کړو۔ د دې به ډير برکتونه رانصيب شي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: مَامِنْ رَجُلٍ یُّصَابُ بِشَیْئٍ فِیْ جَسَدِہٖ فَیَتَصَدَّقُ بِہٖ اِلَّا رَفَعَہُ اللّٰہُ بِہِ دَرَجَۃً وَحَطَّ عَنْہُ بِہِ خَطِیْئَۃً يعنې د کوم کَس بدن ته چې څۀ تکليف ورسيدو او هغۀ (يعنې تکليف رسوونکے مسلمان) معاف کړي نو الله پاک د هغۀ درجې اوچتوي او د هغۀ ګناهونه ورانوي۔ ([1])

(8): اتم بنیاد: فقر

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سلسلۀ عاليه قادريه اتم بنياد فقر دے۔ پۀ دې ځائے کښې د فقر نه څۀ مُراد دے، پخپله حضورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان کړل، فرمائي: فقر د څلورو څيزونو نوم دے: (1): د مشائِخو (یعنې اَولیائے کرامو، کامِل پیر او د عاشقانِ رسول علمائے کرامو) عزّت کول، د هغوئي د بے ادبۍ نه بچ کيدل  (2): د خپل پير صاحب د مُريدانو [يعنې پير بهائيانو] سره نيک سلوک کول (3): کشرانو ته نصيحت کول، د هغوئي سره خير خواهي کول (4): دُنيائي جګړې پريښودل۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! قادريان يو، که پۀ قادري سلسله کښې مو بيعت نه دے کړے نو هم د الله پاک پۀ فضل سره د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عاشقان يو، دا د قادري سلسلې 8 بنيادونه دي: (1): هره معامله د قرآن او د سُنَّت مطابق (پۀ شرعي راهنمايۍ کښې) کول (2): زړۀ د بغض او د کينې وغيره نه پاک ساتل (3): سخاوت (4):


 

 



[1]... سنن الترمذی، کتاب الدیات، باب ماجاء فی العفو،  الحدیث  : ۱۳۹۸، ج ۳، ص ۹۷۔