Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

دے۔ د هغوئي سره فِکر شو چې هسې نه زما دُکان هم وسوزي، نو زر بازار ته لاړو، چې اوئې وکتل نو د هغوئي دُکان سلامت وو، د نورو ډيرو خلقو دکانونه سوزيدلي وو۔ د هغوئي دُکان وور نه وو اخستے، ځکه هغوئي د الله پاک شُکر ادا کړو او اوئې وئيل: اَلْحَمْدُ لِلّٰہ!

لا يـې دا وئيلي نه وو چې فوراً يـې پۀ زړۀ کښې خيال راغلے، دا ما څۀ وکړل، زما نقصان اونه شو، دا جُدا خبره ده خو د مسلمانانو وروڼو نقصان خو شوے دے، آيا زۀ د مسلمانانو وروڼو پۀ نقصان باندې د الله پاک شُکر ادا کووم، صرف دا يوه معامله وشوه، دکانونو ته وور هغوئي نه وو لګولے، نقصان ورته هغوئي نه وو رسولے او هغوئي چې کوم شُکر ادا کړے وو هغۀ يـې هم د خپل دُکان پۀ بچ کيدو باندې ادا کړے وو خو پۀ دې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! وئيلو کښې د هغوئي توجه د مسلمانانو وروڼو د نقصان نه لرې شوې وه، د هغوئي غم يـې پۀ زړۀ کښي نه وو راغلے، نو داسې پۀ غلطه موقع باندې د اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! وئيلو پۀ وجه هغوئي تر 30 کالو پورې اوښکې توئيولې او توبه يـې کوله۔

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا وو خير خواه۔۔۔!! دا وو د مسلمانانو وروڼو خير غوښتونکي۔ مونږه څۀ يو؟ مونږ خو بس خپلې فائدې ته ګورو * پۀ خپل کور کښې سکون دے، بس خير دے، د ګاؤنډي غم به زمونږ سره ولې وي * زمونږ پۀ کور کښې ډوډۍ پخه شوې ده، کافي ده، که پۀ ګاؤنډ کښې څوک وږے دے نو زمونږ پرې څۀ، کاش چې زمونږه دا ذِهن پاتې نه شي، کاش چې مونږه د نورو خير غوښتونکي جوړ شو۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

(5): پينځم بنیاد: تکلیف نۀ رسول

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سلسلۀ عاليه قادريه پينځم بنياد دے: کَفُّ الْاَذٰی يعنې نورو ته تکليف نه رسول۔ دا هم ډير اهم بنياد دے۔ د دې نه بغير هم بنده د الله پاک