Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
وضاحت: يا غوثِ اعظم دستګير! ستا غلام د څلورو واړو طرفونو نه بلاګانو راګير کړے دے، د قبر تيارۀ شپه ده، د مدد وخت دے مُرِیْدِیْ لَا تَخَفْ (يعنې اے زما مُريده هيڅ غم مۀ کوه) زيرے راکړئ او د مدد د پاره تشريف راوړئ! د خپل حَسَن پۀ جولۍ کښې خيرات واچوئ! الله پاک دې ستاسو آستانه سلامته لري!
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه خو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! منو چې غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک وَلِي دے * مونږه دا هم منو چې د الله پاک پۀ حضور کښې د وليانو ډير لوئي مقام دے * مونږه دا هم منو چې الله پاک د خپلو وليانو پۀ وسيله ګنهګاران بندګان بخښي * مونږه دا هم منو، البته د چا پۀ زړۀ کښې وسوسه هم راتلے شي چې بنده ګنهګار وو، صرف د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د محبت پۀ سبب څنګه وبخښلے شو؟ لہٰذا يو آيت او يو حديثِ پاک واورئ ! الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
یٰۤاَیُّہَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰہَ وَ کُوْنُوْا مَعَ الصّٰدِقِیْنَ (۱۱۹) (پارہ:11، التوبہ:119)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ایمان والؤ! د اللہ نه ويريږئ او د رښتينو سره شئ۔۔
پۀ دې آيت مبارک کښې وګورئ! د ايمان والا وئيلو سره مخاطب کړے شو، بيا د تقویٰ اختيارولو حکم وفرمائيلے شو، د دې نه پس وفرمائيلے شول: د رښتينو سره شئ!
سوال دا دے چې کله ايمان هم ميلاؤ شو، تقویٰ هم اختيار کړے شوه، بيا د رښتينو سره د کيدلو څۀ ضرورت دے؟ د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې وضاحت کوي او ليکي: د رښتينو سره د کيدلو يو حکمت دا