Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

اَسیروں کے مشکل کشا غوثِ اعظم                                                           فقیروں کے حاجت رَوا غوثِ اعظم

مریدوں کو خطرہ نہیں بحر غم سے                                                                            کہ بیڑے کے ہیں ناخدا غوثِ اعظم

وہاں سر جھکاتے ہیں سب اُونچے اُونچے                                     جہاں ہے ترا نقش پا غوثِ اعظم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د سلسلۀ قادريه 8 بنيادونه

روايت دے چې حضورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپل شهزاده شيخ عبدُ الرَّزَاق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته  نصيحت کولو ورته ئي وفرمائيل: ځويه! زما دا طريقه (يعنې سلسلۀ عاليه قادريه) پۀ دې (8 بنيادونو) باندې مبني ده: (1): کتاب او سُنّت (2):  د زړۀ سلامتي ) (3):سخاوت (4):خير خواهي (5):نور خلق د تکليف نه بچ کول) (6): د لارې نه ضرر رسوونکے څيز لرې کول (7): د خپلو مسلمانانو وروڼو خطا معاف کول) (8):فقر او بے نيازي اختيارول)۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د سلسلۀ عاليه قادريه 8 بنيادونه دي، يعنې څوک چې هم قادري دے، څوک عاشقِ رسول چې هم د حضورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره خپل نسبت مضبوطول غواړي، د هغوئي فيضان حاصلول غواړي، هغۀ له پکار دي چې دا 8 کارونه لازمي وکړي۔

(1): د قرآن او د سُنّت پیروي

هغۀ له پکار دي چې د خپل ژوند بنياد پۀ قرآن او سُنَّت باندې کيږدي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّ ‌خَيْرَ ‌الْحَدِيثِ ‌كِتَابُ ‌اللهِ، وَخَيْرَ الْهَدْيِ هَدْيُ مُحَمَّدٍ بے شکه د ټولو نه بهترين کلام د الله پاک کتاب، قرآنِ کريم دے او د ټولو نه بهترين هدايت، هدايتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے۔