Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
رسوونکے څيز اوچتول۔
دا هم ډير ښکلے او د نيکو نه ډک عمل دے۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: د ايمان د 70 نه څۀ زياتې شعبې دي، پۀ دې کښې د ټولو نه اعلیٰ شعبه لَااِلٰہَ اِلَّا اللہ وئيل او د ټولو لاندې شعبه د لارې نه ضرر رسوونکے څيز اوچتول دي۔
ډير اسان عمل دے، مونږ له پکار دي چې مونږه دا کار کوو، پۀ لاره باندې ځو، پۀ لاره کښې کاڼے پروت دے، ازغے پروت دے، د ميوې پوستکے پروت دے، انديښنه ده چي پۀ دې باندې به څوک وخوئيږي او راپريوځي به، هغه د هٰغه ځائے نه لرې کړئ!
د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: يو کَس پۀ يوه لاره باندې تيريدلو، هغۀ پۀ لاره کښې يو ازغن ښاخ وليدلو نو هغه يـې د لارې نه لرې کړو، د الله پاک د هغۀ دا عمل خوښ شو او هٰغه بنده يـې وبخښلو۔ پۀ يو روايت کښې دي چې يو کَس د لارې پۀ مينځ کښې د پروت ښاخ پۀ خوا تيريدلو نو هغۀ وه وئيل: پۀ خدائے مې دې قَسم وي! زۀ به د مسلمانانو د لارې نه دا ضرور لرې کووم د پاره د دې چې دا هغوئي ته تکليف اونه رسوي نو هغۀ جنَّت ته داخل کړے شو۔ پۀ يو روايت کښې دي چې ما يو کَس پۀ جنَّت کښې پۀ ګرځيدو وليدلو ځکه چې هغۀ پۀ لاره کښې راغورځيدلې يوه وَنه کټ کړې وه کومې چې خلقو ته تکليف رسولو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے عمل دے۔ الله پاک دې مونږ ته د نيک کار اختيارولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم