Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

کجوره ګڼلے کيږي * د ساه لنډي، زړۀ، ځيګر، ګُردو، مثانې، پِتے او د کولمو پۀ بيمارو کښې کجوره ډيره فائده منده ده * دا بلغم راوباسي او د خُلې نه خُشکي ختموي۔ غرض دا چې د کجورې د ونې ډيرې فائدې دي۔

دغه شان د مؤمِن بنده هم داسي  مثال دے، مؤمِن بنده هم صرف او صرف فائده مند وي، د دۀ هيڅ نقصان نه وي۔ دا بس صرف نورو ته فائدې رسوي۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو خو لږ غور وکړئ! آيا مونږه هم د خپلو مسلمانانو وروڼو د پاره فائده مند يو، آيا مونږه د خپلو مسلمانانو وروڼو خير خواهي کوو؟ افسوس چې اوس خو د نورو بد غوښتلے۔ آؤ جي! رښتيا وايم * څوک چې د چاخير غواړي هغۀ پشي شا د چا بد بيانوي؟ دلته خو غيبت عام دے * څوک چې دچاخير غواړي، آيا هغۀ چغليانې کوي؟ دلته خو چغليانې عامې دي * څوک چې دچاخير غواړي هغۀ حسد نۀ کوي * څوک چې دچاخير غواړي هغۀ بغض نۀ ساتي * څوک چې دچاخير غواړي هغۀ پيغورونه نۀ ورکوي * څوک چې دچاخير غواړي هغۀ خپلې فائدې ته نۀ ګوري، د نورو فائدې ته ګوري۔

 خو افسوس چې دلته دا ټول څيزونه عام دي * غيبت عام دے * چغلي عامه ده * دروغ عام دي * بغض عام دے * کينه عامه ده * حسد عام دے او پاتې شوه خبره خپلې فائدې ته د کتلو نو د دې خو هډو تپوس مۀ کوئ! هر خوا نفسا نفسي ده، بس خپلې فائدې ته کتلے شي، د نورو فِکر کوونکي خو بس هم لږ پاتې دي۔ نورو ته فائده رسوونکي څنګه وي، واورئ!

تر 30 کالو پورې يـې ژړل

 خواجه ابو الحسن نوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نيک بزرګ دے، د هغوئي پۀ بازار کښې دُکان وو، يوه ورځ هغوئي پۀ کور کښې وو، څوک راغلل او ورته يـې وه وئيل: پۀ بازار کښې وور لګيدلے