Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

شو، هغۀ د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښې يوه تيلۍ د نذرانې پۀ طور وړاندې کړه، پۀ دې تيلۍ کښې 30 ديناره (يعنې د سرو زرو سِکې) وې، غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هٰغه 30 واړه ديناره هٰغه غريب له ورکړل او اوئې فرمائيل: دا ټول دينار ماڼکي له ورکړه او ورته وه وايه چې هغۀ بيا د پاره يو غريب د درياب نه د اړولو نه انکار نه کوي۔ ([1])

اسیروں کے مشکل کشا غوثِ اعظم                                                           فقیروں کے حاجت روا غوثِ اعظم

گِھرا ہے بلاؤں میں بندہ تمہارا                                                                                        مدد کے لئے آؤ یاغوثِ اعظم

د سخاوت فضائل

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ! حضورِ غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره سخي دے، يو غريب يـې چې پۀ خراب حالت کښې وليدو نو بے تابه  شو، فوراً يـې د هغۀ مدد وکړو۔ مونږ له هم پکار دي چې سخاوت اختيار کړو۔ الله پاک چې څومره راعطا کړې ده، پۀ دې کښې چې څومره اساني وي، څۀ نا څۀ حصه د صدقې او خيرات د پاره هم ضرور وساتو، سخاوت وکړو۔ او عرض کوم: د سخي کيدلو د پاره ډيرې پيسې نۀ بلکې د غټ زړۀ ضرورت دے۔ ډير خلق دي د چا سره چې ښې ډيرې پيسې دي خو زړونه يـې واړه دي، ځکه که مال کم هم وي نو زړۀ غټ ساتئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د سخاوت دولت به مو نصيب کيږي۔ د دې فضائل څۀ دي؟ واورئ!

* سخاوت د جنَّت پۀ وَنو کښې يوه وَنه ده، د کومې څانګې چې د زمکې طرف ته راښکته دي، کوم کَس چې پۀ دې کښې يوه څانګه ونيسي، هغه هغۀ د جنَّت طرف ته بوځي۔ ([2]) * د سخي غلطي معاف کوئ، ځکه چې کله هغۀ غلطي کوي نو الله پاک د


 

 



[1]... بهجة الاسرار، صفحہ:199۔

[2]... شعب الایمان ، باب فی الجودو السخاء ، ۷/ ۴۳۴، حدیث :۱۰۸۷۵۔