Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

کومې پاڼې چې هم نۀ رژيږي او د هغې مثال د مسلمان پۀ شان دے، چا څۀ سوچ کولو، چا څۀ سوچ کولو)۔ حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: زما پۀ ذِهن کښې د دې پوښتنې جواب راغلو (خو زۀ وړوکے ماشوم ووم، زما نه د زيات عمر صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم موجود وو)، ځکه د هغوئي نه د حيا پۀ وجه ما جواب ورنکړو، آخر خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم پخپله وفرمائيل: هِيَ النَّخْلَةُ يعنې دا د کجورې وَنه ده۔ ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا يو حديثِ پاک مونږ واوريدو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يوې وَنې ذِکر وفرمائيلو، د کومې مثال چې د مسلمان پۀ شان دے او هٰغه ونه کومه يوه ده؟ د کجورې وَنه ده۔ علمائے کرامو پۀ دې ځائے کښي يوه پوښتنه پورته کړې ده، هغه دا چې د کجورې پۀ ونه کښې آخر داسې څۀ خاص خبره ده؟ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې ته د مسلمان پۀ شان ولې وفرمائيله؟ د دې پوښتنې پۀ جواب کښې علمائے کرام فرمائي: د کجورې ونه ټول خير او ښيګړه ده، د دې هر جُز، هره يوه حصه فائده ورکوي، فائده منده ده: * د کجورې د پاڼو نه چټايانې جوړيږي، د دې نه رسۍ هم جوړولے شي، مخکښې به د کجورو د پاڼو نه د ډوډۍ کيښودو د پاره شکورونه هم جوړولے کيدل * دغه شان د کجورې د پوستکي نه وور هم بليږي، مخکښې به د مالوچو پۀ ځائے دا پۀ تکيه کښې هم استعماليدله * د کجورې تنه د ستنې جوړولو پۀ طور هم استعماليږي، مخکښې به دا پۀ چتونو کښې د ګاډر پۀ ځائے هم استعماليدله * دغه شان د کجورې د هډوکي هم ډيرې فائدې دي، دا د څاروو پۀ خوراک کښې استعماليږي، دا چې وټکوې او استعمال يـې کړې نو پۀ طِبي طور ډيره فائده منده ده * باقي پاتې شوه کجوره نو هغۀ ډيره فائده منده ميوه ده، پۀ ميوؤ کښې د ټولو نه زياته طاقتوره او زياته فائده رسوونکې ميوه


 

 



[1]... بخاری، کتاب العلم، باب قول المحدث: حدثنا او اخبرنا و انبانا، صفحہ:88 ، حدیث:61۔