Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein
فلانکۍ زنانه ټوله شپه عبادت کوي، د ورځې روژه نيسي، ډيره نيکه ده، صدقه خيرات هم ډير کوي خو هغۀ د خپلې ژبې پۀ ذريعه ګاؤنډيانو ته تکليف رسوي۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: لَا خَیْرَ فِیْہا پۀ هغې کښې هيڅ خير نشته ہِیَ مِنْ اَہْلِ النَّارِ هغۀ د دوزخيانو نه ده۔ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د يوې بلې زنانه ذِکر وکړو او عرض يـې وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! فلانکۍ زنانه فرض نـمونځونه کوي، کُچ صدقه کوي او چا ته هم ضرر نه رسوي۔ ارشاد يـې وفرمائيلو: ہِیَ مِن ْ اَہْلِ الْجَنَّۃِ هغۀ جنَّتي زنانه ده۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! نن پۀ دې حديثِ پاک باندې د بيا بيا غور کولو حاجت دے۔۔۔! لږ غور خو وکړئ! څوک چې خپل ګاؤنډي ته تکليف رسوي، هغۀ څومره پۀ نقصان کښې دے خو افسوس چې دلته د دې خبرې خيال نه ساتلے کيږي * خلق د خپل کور ګند راخلي او د ګاؤنډي د دروازې مخې ته يـې ږدي * کور کښې وخت پۀ وخت غوبل کوي * شور کوي او د دې خبرې پروا نه کوي چې زمونږ د شور سره ګاؤنډي ته تکليف رسيدے شي * د چا کره چې واده ښادي وي، بيا لکه چې د ګاؤنډي خوب حرام شو، يو خو د سندرو سازونو ګناه، د پاڅه پرې غټې غټې سپيکرې ږدي او پۀ تيز اواز کښې يـې غږوي، که چا ته تکليف رسي، د چا خوب خرابيږي، څوک بيمار دے، هغۀ ته به تکليف وي، د وړو ماشومانو خوب به خراب شي، د دوئي سره يـې هيڅ فِکر نه وي * بعضې خلق د شپې پۀ کور کښي د شور والا کار شروع کړي، اګر چې دا ګناه نه ده خو د شپې پۀ خپل کور کښې هم د داسې کارونو کولو سره د ګاؤنډي خوب خرابيدے شي۔ ځکه دې داسې کارونه د ورځې وکړے شي د پاره د دې چې ګاؤنډيانو ته تکليف نه وي۔