Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

Book Name:Silsila Qadria Ki 8 Bunyadein

پۀ وخت قبر کښې ملاسته ياده کړئ چې هلته به يواځې سملاستل وي، د خپلو عملونو نه علاوه بل هيڅ څيز به راسره نه وي * د سملاستو پۀ وخت د الله پاک پۀ ياد کښې مشغول اوسيږئ، تَہْلیل و تسبیح وتحمید لولئ (یعنې د لَاۤ اِلٰہَ اِلَّا اللہُ، سُبْحَان َاللہ، او اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ ورد کوئ) تر دې چې اوده شئ، چې پۀ کوم حالت کښې انسان اوده شي پۀ هغې پاڅيږي او پۀ کوم حالت چې مړ کيږي د قيامت پۀ ورځ به پۀ هٰغه حالت کښې پاڅيږي  * د راپاڅيدو نه پس دا دُعا لولئ: اَلْحَمْدُلِلہِ الَّذِیْ اَحْیَانَا بَعْدَ مَا اَمَاتَنَا وَ اِلَیْہِ النُّشُوْرُ، ترجمه: ټول تعريفونه الله پاک لره دي چا چې مونږ د وژلو نه پس راژوندي کړو او هم د هغۀ پۀ لور واپس ګرځيدل دي * کله چې د هلک او جينۍ عمر لس کاله شي نو دوئي بيل بيل سملول پکار دي بلکه د دومره عمر هلک دې د دومره عمر هلکانو (يعنې د خپل همزولو هلکانو)  يا د دوئي نه د غټو سړو سره هم نه سملي * هلک چې کله د شهوت حد ته اورسي نو هغه د سړي په حکم کښې دے * کله چې د خوب نه رابيدار شئ نو مسواک کوئ * د شپې چې کله راپاځئ نو تهجد ادا کوئ دا د لوئي سعادت خبره ده۔ ([1])

میں سو جاؤں یا مصطفےٰ کہتے کہتے                                                                                   کھلے آنکھ صَلِّ علیٰ کہتے کہتے

د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550  سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اِسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔

سنتیں سیکھنے تین دِن کے لئے                                                                                                     ہر مہینے چلیں، قافلے میں چلو

 


 

 



[1]... 550 سنتیں اور آداب، صفحہ:38ـ40۔